اسلام آباد 26 اګست (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي پاكستان كښې چې كومو ګوندونو 30 كاله حکومت كړے٬ ھغوي خپل مخونه پټوي٬ تحريك انصاف يوازنے حكومت دے كوم چې د اولس په وړاندې خپله كاركردګي په وياړ وړاندې كوي، د ټولو وزارتونو كاركردګي وړاندې كول نوے روايت دے٬ نن زمونږ خارجه پاليسي په خودارۍ آډانه ده، افغانستان كښې زمونږ د كردار نن ګرده نړۍ معترف ده، وزيراعظم عمران خان پاکستان په نړيوال افق بېرته رامخې ته كړے، د کشمير، فلسطين پشمول په نورو مسئلو مونږ يو غږ يو٬ د تحريك انصاف حكومت د كروندګرو مفادات لپاره يو شمېر ګامونه پورته كړي٬ بې وسه طبقې لپاره ئې احساس پروګرام پېل كړے، د سائنس او ټيکنالوجۍ پشمول په يو شمېر څانګو كښې جدت راوستے شوے ٬ مونږ اولس سره كړې ټول لوظونه ترسره كړي٬ وزيراعظم عمران خان به نن د خپل حكومت آئنده لائحه عمل وړاندې كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ ميډيا سره په خبرو كښې كړې۔ په دې موقع د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب هم موجود ٶ۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير ووئيل نن په درې كاله ترسره كېدو زمونږ نعره ” انصاف، انسانيت او د خودداري ۔۔ منزل دے ۔ ده ووئيل د پاکستان تحريك انصاف حکومت انصاف، انسانيت او خود دارۍ لپاره كار كړے٬ په ماضي كښې 30 كاله حكومتونه كوٶنكي نن خپل مخ پټوي خو ولې د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د تحريك انصاف حکومت خپله درې كلنه كاركردګي په وياړ سره اولس ته وړاندې كوي۔ ده ووئيل يو سياسي ګوند دا جرآت نه لري چې د اولس په وړاندې د خپلو كړو لوظونو تر مخه خپله كاركردګي وړاندې كړي۔ چوهدري فواد حسېن ووئيل وزيراعظم عمران خان نن د ټولو وزارتونو د دريو كالو په كاركردګۍ آډانه د ايئر بك هم پرانسته كوي، هر وزارت خپله كاركردګي اولس ته وړاندې كوي٬ مونږ اولس سره كړي ټول لوظونه ترسره كړي۔ ده ووئيل د اطلاعات او خپرونو وزارت د نننۍ دستورې كوربه دے٬ حكومت به د ټولو وزارتونو كاركردګي اولس ته وړاندې كوي۔ چوهدري فواد حسېن ووئيل مونږ د خپلې كاركردګۍ په اړه ټولې شمېرې او حقائق اولس ته وړاندې كوو ، مونږ د كروندګرو خېرښګړې لپاره يو شمېر اقدامات كړي٬ د دوي آمدن زيات كړے شوے او د 1100 اربه روپو اضافي آمدن تر لاسه شوے٬ كله چې آمدن زيات شي نو په ګرانۍ كښې اضافه غېر متعلقه شي۔ ده ووئيل مونږ بې وسه طبقو لپاره د احساس پروګرام پېل كړے، د پاکستان په تاريخ كښې په وړومبي ځل اويا كاله پس زيات اصلاحات شوي٬ د سائنس او ټېكنالوجۍ پشمول په نورو څانګو كښې جدت راوستے شوے، نن زمونږ خارجه پاليسي په خودارۍ آډانه ده، افغانستان كښې زمونږ د كردار نن ګرده نړۍ معترف ده۔ وزيراعظم عمران خان پاکستان په نړيوال افق بېرته راژوندے كړے۔ده ووئېل د کشمير، فلسطين پشمول په نورو مسئلو مونږ يو غږ يو، د افغانستان پحقله زمونږ كردار د نړۍ په وړاندې دے۔ ده ووئيل وزيراعظم به د خپل حکومت آئنده لائحه عمل هم وړاندې كوي، د تحريك انصاف حكومت به خپله پنځه كلنه آئيني موده ترسره كوي او بيا راتلونكې پنځه كاله به هم د تحريك انصاف حكومت وي