د پاکستان او ترکمانستان د پلاويو په كچه خبرې اترې په اشك آباد كښې وشوې

image

اسلام آباد26اګست (اے پي پي)د پاکستان اوترکمانستان ترمېنځه د پلاويو په كچه خبرې اترې د زيارت په ورځ اشك آباد كښې شوي٬ خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي د پاكستاني پلاوي مشري كړې او د وزيراعظم افغانستان لپاره خاص استازې اېمبسډر محمد صادق٬په ترکمانستان كښې د پاکستان سفير عرفان احمد او د سفارتسينئر چارواكي هم په دې موقع موجود وو۔ د خارجه دفتر له مخې د خبرو په مهال د دواړو هېوادونو ترمېنځه په دوه اړخيزه اړيكو كښې د نوو اړخونو جاج واخستلے شو او د دواړو هېوادونو ترمېنځه د توان، د انساني وسائلو او د اعليٰ كچ پلاويو تبادلې پشمول د شريكې خوښې په چارو غور وشو۔ دواړو اړخونو د دوه اړخيزه اړيكو او په ګڼ اړخيزه څانګو كښې د مرستې لا ودې لپاره د عزم څرګندونه وكړه ۔ د دې نه وروستو د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي د ھغه د پلاوي په درناوي كښې د ماسپخين مېلمستياﺀ هم وركړې شوه۔

مضمون کا ماخذ : اولمپس کے خدا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں