د وزيراعظم د سياسي چارو خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل په اېبټ آباد كښې د پناه ګاه دوره وكړه

image

اېبټ آباد27 اګست(اے پی پی) د وزيراعظم د سياسي چارو خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل په اېبټ آباد كښې د پناه ګاه دوره كړې او هلته يې د موجوده بېلو سهولياتو او انتظاماتو جاج واخست۔ده په پناه ګاه كښې په ښه انتظامات د پناه ګاه انتظاميې ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔د جمعې په ورځ د جاري شوي پرېس رېليز له مخې ډاكټر شهباز ګل په پناه ګاه كښې د مېشته كسانو څخه د آسانيو رسنې په اړه پوښتنه وكړه او هلته يې مېشته غريبانانو سره ډوډۍ اوخوړه۔ده ووئيل د وزيراعظم عمران خان د مدينې رياست وژن له مخې كمزورو طبقو ته آسانۍ وركولو لپاره ټول وسائل كارولې كېږي۔ډاكټر شهباز ګل د پناه ګاه انتظاميې ته هدايت وكړو چې پناه ګاه ته راتلونكو كسانو ته د آسانيو رسنه كښې بېغوري ونه كړئ۔په دې موقع د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ سپيكر مشتاق غني او اېم اېن اے علي خان جدون هم ده سره موجود وو۔

مضمون کا ماخذ : را کی کتاب
متعلقہ مضامین
مزید خبریں