اسلام آباد30اګست (اے پي پي)امریکا كښې د پاكستان سفير اسد مجيد خانوئيلي دي پاکستان د ټولو افغانانو ډلو ترمېنځه د صلحې او په مشاورت سره د اجتماعيت وړ حكومت جوړولو ملاتړ او ډاډګيرنه كوي٬ په دې لړ كښې د نړيوالې ورورولۍ شريكو ستړو ته اړتيا ده٬ پاکستان او افغانستان مشترکهسباٶن او منزل لري او هم دا خبره مونږ له ترغيب راكوي چې په افغانستان كښې امن وي، افغانستان څخه د غېر ملكي وګړو په انخلاء له بشپړهمرسته كوي۔ د ګل په ورځ بي بي سي ټي وي او بي بي سي راډيو سره په جلا جلا مركه كښې اسد مجيد خان ووئيل پاکستان نزدې د 24 هېوادونو وګړي افغانستان څخه په راويستلو كښې هر ډول سهولت وركوي٬ تر اوسه د 9 زره نه زياتو كسانو ته پاكستان د ټرانزټ سهولت وركړے او مونږ د نورو كسانو انخلاء له مرستې لپاره نړيوالې ورورولۍ سره په تماس كښې يو۔ د يوې پوښتنې په ځواب اسد مجيد ووئيل پاكستان كښې د وړاندې نه نزدې څلور مېليونه افغان كډوال مېشته دي او مونږ نورو كډوالو ته د پناه وركولو متحمل كېدے نشتو ۔ ده ووئيل افغان كډوال نه يوازې په پاكستان بلكې په نورو هېوادونو كښې هم مېشته دي خو كه د افغانستان وضعه ښه نشي، كورنۍ جګړه او حالات د قابو نه بهر شي نو يوځل بيا به د افغان كډوالو سېلاب نه يوازې نه پاكستان بلكې نورو هېوادنو ته هم مخه وكړي، دې لپاره په افغانستان كښې امن او د اجتماعیت وړ حكومت جوړولو لپاره د نړيوالې ورورولۍ شريكو هلو ځلو ته اړتيا ده۔ده ووئېل تر كومې چې د پاکستان تعلق دے نو مونږ افغانستان څخه د انخلاء كوٶنكو بشپړه مرسته كوٶ، خو مونږ د افغان كډوالو متحمل كېدے نشو ځكه چې پاكستان د وړاندې نه د كډوالو بوجھ برداشت كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب سفير ووئيل دا مهال طالبانو لپاره نه يوازې په كابل كښې بلكې په ګرد هېواد كښې امن مهم دے ٬ یقینا چې ھغوي خانه جنګي نه غواړي او د انساني بحران نه د بچ كېدو ستړې كوي۔ ده ووئيل نه يوازې طالبان بلكې د افغانستان ټولې ډلې په افغانستان كښې امن غواړي ځكه چې ھغوي د تېرو څو لسيزو راهسې د روان جنګ نه تنګ شوي٬ اوس نړيوالۍ ورورولۍ لپاره موقع ده چې ھغوي په افغانستان د اجتماعیت وړ حکومت جوړولو لپاره هڅې ګړندې كړي٬ پاكستان هم دغه غواړي۔ د طالبانو لخوا د بشري حقونو د خلاف ورزو په اړه د يو پوښتنې په ځواب سفیر اسد مجید ووئيل مونږ په افغانستان كښې د صورتحال په غور جاج اخلو او نړيوالې ميډيا له هم په دې لړ كښې كردار لوبولو ته اړتيا ده چې ھغوي نړيواله ورورولي د حقيقي صورتحال نه خبر كړي ٬ ځكه چې داسې خبرونه اوروو چې حقيقت سره تعلق نه لري٬ هلته د افغان كډوالو نقل و حركت نشنه۔افغانستان كښې د بشري حقونو د خلاف ورزو په اړه د پوښتنې په ځواب ده ووئيل طالبانو نړيوالې اندېښې په سنجيدګۍ سره اورېدلي او ورته ئې باور وركړر چې د بشري حقونو خلاف ورزۍ به نه كېږي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئېل پاكستان په طالبانو په يو قسمهم نه اثر اندازه كېږي او نه ھغوي كنټرول كوي دا ډول تورونه بېخي بې بنسټه دي او دا وخت نه دے چې په يو بل تورونه ولګولې شي ٬ اوس مونږ ټولو لپاره يوه موقع ده چې د صورتال په صحيح توګه جاج واخستلے شي او طالبان هم د نړيوالې وروولۍ د هيلونه خبر دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده د پاکستان او امریکې ترمېنځه د قوي اړيكو ذكر كولو سره ووئيل امريكا په افغانستانكښې امن غواړي٬ امريكا غواړي چې ډلې د تشدد لاره خپله نه كړي، امريكا غواړي چې په افغانستان كښې د مېرمنو او د بشري حقونو احترام وي، د پاکستان سوچ امریکې سره يو دے چې د بشري حقونو احترام وي٬ پاكستان هم په افغانستان كښې امن غواړي او پاكستان په ټولو ډلو زور راوړي چې د تشدد لاره خپله نه كړي او مونږ د هر ډول تشدد غندنه كړې