د افغانستان امن سره نه يوازے د پاكستان بلكې د ګردې منطقې امن تړون لري۔ اسد مجيد خان

image

اسلام آباد۔29اګست(اے پی پی)په امریکا کې د پاکستان ټاکل شوی سفیر ، ډاكټر اسد مجید خان وئیلی چې په افغانستان کښې امن نه یوازې له پاکستان سره بلکې ګردې منطقې سره تړون لري۔ د وزیراعظم عمران خان تل دا دريځ پاتے شوے چې د افغانستان د ستونزې كوم پوځی حل نشته، پاک-امريكا دوه اړخیزه اړیکې اوږد تاریخ لری ٬ زمونږ اړیکې باید د کوم درېم فريق په چوكاټ كښې ونه لیدل شی۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د نوموړي امريكائي نيوز چېنل ډي وي اېم ٬ ډي سي ډبليو 50 پروګرام “كېپيتل ريويو” سره مركه كښې وكړه۔ واشنګټن كښې د پاکستاني سفارت راپور لمخې پاكستاني سفير ډاكټر اسد مجید خان د افغانستان د بدلېدونكې وضعې سره اړوند دريځ وړاندې كړو۔ هغه ووئيل پاكستان افغانستان څخه د ويستلو عمل كښې مرسته كوي٬نړيوالې ورورولۍ او د امريكا په شمول ټولو له به د تېر وخت تېروتنو څخه زده كړه كول وي او يو بل سره په ګډه كار كولو سره به دا خبره باوري كول وي چې په افغانستان كښې وضعه په كورنۍ جګړا كښې بدله نه شي۔ پاكستاني سفير ووئيل د افغانستان امن سره يوازې د پاكستان نه بلكې د ګردې منطقې امن تړون لري۔ هغه ووئيل د وزيراعظم ټول عمري دا دريځ پاتے شوے چې د افغانستان د مسئلې كوم پوځي حل نشته۔ پاكستاني سفير ووئيل مونږ غواړؤ چې د افغانستان خاوره د پاكستان او امريكا په شمول د چا په ضد هم ونه كارولې شي۔ هغه ووئيل پاک-امريكا دوه اړخیزو اړیکې اوږد تاریخ لری ٬ زموږ اړیکې باید د کوم درېم فريق په چوكاټ كښې ونه لیدل شی۔

مضمون کا ماخذ : جیتنے والی لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں