د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د وړوكي او مېنځنۍ درجې كاروبار ودې پحقله د جاج اغستو غونډه٬ وړوكے او د مېنځنۍ درجې كاروبار د هېواد معيشت لپاره مهم دے٬ په ماضي كښې واړه صنعتونه نظر انداز كړے شوي۔ عمران خان

image

اسلام آباد30اګست (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئيلي دي د وړوكي او مېنځنۍ درجې كاروبار د هېواد معيشت لپاره مهم دے٬ په ماضي كښې واړه صنعتونه نظر انداز كړے شوي، وړوكي كاروباريانو له دې مراعات او سهولتونه وركړېے شي۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د ګل په ورځ د وړوكي او مېنځنۍ درجې كاروبار ودې پحقله د جاج اغستو غونډې مشرۍ كولو په مهال كړې۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانوشوکت فياض ترين، مخدوم خسرو بختيار، صلاحكار عبدالرزاق داؤد، ډاکټر شهباز ګل اونور لوړ پوري موجود وو او د سټېټ بېنك ګورنر د وېډيو لنك د لارې په غونډه كښې ګډون كولو۔ د صنعت او پېداوار ډويژن سېكرټري غوندې ته د مجوزه اېس اېم اي پاليسۍ د خدو خال پحقله تفصيلي بريفنګ وركړو۔ غونډه خبر كړې شوه چې وړوكے او د مېنځنۍ درجې كاروبار د پاكستان د مجموعي جي ډي پي 40 فيصده دے، د ټېکسپه مد كښې ورته ډېر مراعات وركړے كېږي، د اېس اېم ايز ودې لپاره د اېكشن پلان منظوري وفاقي كابينې د وړاندې نه وركړې ده٬ د سټېټ بېنك په نګرانۍ كښې به دوي ته قرض وركولے شي، دغسې انفارمېشن ټيکنالوجۍ څانګې سره تړلي كاروبار ته خاص پاملرنه كولې شي اود ټولو شراكتدارو سره به تفصيلي مشاروت كولے شي چې په پاليسۍ كښې كوم سقم پاتې نشي۔ وزيراعظم عمران خان وئيلي دي اېس اېم ايز د هېواد په معيشت كښې ډېر مهم حېثيت لري٬ په ماضي كښې كوچني صنعتونه نظر انداز كړے شوي٬ زمونږ د حكومت پام وړو صعنتونو ته سهولتونه وركولو ته ګرځولے شوے ۔ ده ووئيل په كاروبار كښې د آسانيو پاليسۍ له مخې دې وړو كاروباريانو ته مراعات او آسانۍ وركړې شي۔ دغسې وزيراعظم عمران خان امر وكړو چې مجوزه اېس اېم اي پاليسۍ ته زر تر زره حتمي شكل وركړئ۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے عمومی نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں