شهباز شریف باید په اسلام آباد کښې د لكھونو په شمېر وګړو راټولولو په ځاے خپل ورور له انګلستان څخه راوبلي٬ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د شهباز شريف په خبري كنفرنس غبرګون

image

اسلام آباد۔30اګست(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي شهباز شریف باید په اسلام آباد کښې د لكھونو په شمېر وګړو راټولولو په ځاے خپل ورور له انګلستان څخه بېرته راوبلي٬ په كوم ډول چې هغه د نړيوالو قوتونو رضامندي ترلاسه كول غواړي هغه د شرم وړ ده۔ د ټولې نړۍ پام دا مهال افغانستان ته ګرځېدلے او مسلم ليګ (ن) په دې اړه يو ټكے نه دے وئيلے۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د ګل په ورځ د شهباز شريف په خبري كنفرنس خپل غبرګون كښې وكړه۔ هغه ووئیل نن سهار شهباز شریف د قائداعظم محمد علي جناح په مزار د مسخرو نه ډك خبري كنفرنس وكړو۔ هغه ته زما مشوره ده چې كله مو موډ د ټوقو ټقالو وي نو دغه وخت داسې ځاے ته مه ځې بلكې داسې پرېس كنفرنس په خپله استوګنه كوې ۔ چوهدري فواد حسېن ووئيل شهباز شریف باید په اسلام آباد کښې د لكھونو په شمېر د وګړو راټولولو په ځاے خپل ورور له انګلستان څخه بېرته راوبلي٬ دغسې چې خپلو مقدمو سره مخ شي۔ هغه د خپل نمسي په ښادۍ يو ملين ډالره مصرف كړي او د شپې شهباز شريف او نواز شريف پاكستاني اولس لپاره د ګرانۍ فريادونه كړي ۔ د دې نه ثابتېږي چې هغوي د پاكستان د مسئلو په اړه جدي نه دي۔ وفاقي وزير ووئيل د شهباز شريف په ضد چې د مقدمو كوم صورتحال دے هغه بايد سياست پرېږدي او زياتره وخت خپلو وكيلانو له وركړي۔ كوم حالات چې روان دي نو داسې نه ښكاري چې هغه به ډېره موده اولسي غونډو ته خطاب وكړے شي۔ د هغه په ضد مضبوط كېسونه شته او د هغې پرېكړې ډېرې زر كېدل دي۔ هغه ووئيل د ن ليګ د منافقانه سياست اندازه له دې څخه لګي چې هغوي د افغانستان په روانه وضعه كومه خبره هم نه ده كړې۔ هغوي غواړي چې نواز شريف برطانيه كښې په خوشحالۍ ژوند كوي او برطانيه او امريكا له دوي نه خوشحاله وي۔ هغه ووئيل په كوم ډول چې هغه د نړيوالو قوتونو رضامندي ترلاسه كول غواړي هغه د شرم وړ ده۔وفاقي وزير ووئيل شهباز شريف بايد سياست ته پام كم وګرځوي او دا ځكه چې د دوي په ګوند كښې ټاس ويشتلے كېږي چې روانه مياشت هغه صدر دے او بيا مريم نواز او د هغې نه پس به شاهد خاقان عباسي صدر وي

مضمون کا ماخذ : لاٹری نمبر کا انتخاب
متعلقہ مضامین
مزید خبریں