د اوسني حكومت په درې كاله موده كښې 1753 کلومیټره سړكونه جوړ كړې شول۔ د نجي څانګې همكارۍ سره سترې لارې او سړكونه جوړوو۔ د مواصلات وفاقي وزير مراد سعيد د سیالکوټ-کھاریاں موټروے د بنياد تيګې اېښودو دستورې ته خطاب

image

اسلام آباد۔2ستمبر(اے پی پی) د مواصلات وفاقي وزير مراد سعيد وئيلي دي چې اوسني حكومت په درې كاله كښې 1753 کلومیټره سړكونه جوړ كړې دي۔ په ريونيو كښې 119 فیصده اضافه شوې ده۔ په سکھر، حیدرآباد موټروے، دیر موټروے ٬ کھاریاں راولپنډی موټروے منصوبو به كار هم د روان كال په مهال پېل كړے شي۔ د نجي څانګې همكارۍ سره سترې لارې او سړكونه جوړوو۔ دې سره به سرمايه كاري زياته او د اولس پېسه بچ شي۔ هغه د زيارت په ورځ د سيالكوټ – كھارياں موټروے د بنياد تيګه اېښودو دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ مراد سعید ووئيل ددې موټروے جوړېدو سره به سفر 100 كلوميټره كم شي۔ هغه ووئيل پخواني حكومت په اولنو درې كلونو كښې 645 کلومیټره او مونږ 1753 کلومیټره سړكونه جوړ كړې دي۔ تر اكتوبر مياشتې به دې كښې د 700 کلومیټره نوره اضافه كولې شي۔ هغه ووئيل مونږ په درې كاله كښې د 6118 کلومیټره سړكونو منصوبه بندي كړې ده او تېر حكومت په دومره موده كښې د 858 کلومیټره سړكونو منصوبه بندي كړې وه۔ د سترو لارو په په 12 لويو منصوبو به ډېر زر كار پېل شي۔ سړكونو سره سره ريونيو هم زياتولې شي او د 87 اربه روبو اضافه شوې ده۔ هغه ووئيل 300 کلومیټره اوږده سکھر حېدر آباد موټروے به د 200 اربه روپو لګښت سره پېل كولې شي۔ په کھاریاں راولپنډی موټروے به كار د روان كال په مهال پېل كړے شي۔ دې سره سره د سوات موټروے د دويم پړاؤ ټېنډر جاري كړے شوے دے۔ په دېر موټروے منصوبه به هم د روان كال په مهال كار پېل شي۔ مراد سعید ووئيل بلکسر میانوالی روډ هم زمونږ په ترجيحاتو كښې شامل دے او تر جون مياشتې به د 4 زره کلومیټره سړكونو بيا رغونې كار بشپړ شي۔ هغه ووئيل مونږ ته د موټروېز او سترو لارو لپاره د 31 څانګو څخه منظوري اخستل وي۔ كوم وخت چې د سکھر حیدرآباد او کھاریاں راولپنډی موټروے منظوري ترلاسه شوه په هغې به بلې اونۍ څخه كار پېل كړے شي

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا جیک پاٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں