طورخم 02 ستمبر(اے پي پي) د خېبرپښتونخوا فرنټيئر كور ډپټي انسپكټر جنرل ساجد مجيد وئېلي دي په پاك افغان پوله د ازغن تار لګولو عمل بشپړېدونكے دے او نوې پوځي څوكۍ جوړولو او جديد ټېكنالوجي لرونكې ډرونز سرويلينس سسټم معرفي كولو نه پس به پاك افغان پوله په بشپره توګه محفوظ كړې شي۔دې سره به د پولې دواړه اړخه ته غېر قانوني تګ راتګ مخ نيوي له مرسته وشي۔د زيارت په ورځ د پاك افغان پولې په امنيتي انتظاماتو او ضم شوو ضلعو كښې د لويو پرمختيائي پروژو په حقله قامي او نړيوالې مېډيا ته بريفنګ وركولو كښې ده ووئيل په 2611 كلوميټره اوږه پاك افغان پوله د ازغن تار لګولوعمل 98 فيصد بشپړ شوے٬ دغسې دې سره سره 388 نوي قلعې جوړې كړې شوي چې په نتيجه كښې يې د امنيت صورتحال مستحكم شو۔ده ووئيل خېبرپښتونخوا كښې د پاك افغان پولې اوږد والې 827 كلوميټره دے٬په دې كښې په 802 كلوميټره تار لګولے شوے٬په 443 مجوزه قلعو كښې 388 بشپړې شوې او پاتې به روان كال تر دسمبر بشپړې شي۔ده ووئيل د ازغن تار لګولو عملي كار مئي 2017 كښې پېل شوے و كوم به چې ډېر زر بشپړ كړے شي۔د امنيتي صورتحال تقاضو ترمخه د ازغن تار لګولو سره سره په خاص حساس ځايونو به خصوصي ټريكس هم جوړولے شي۔ده ووئيل په افغانستان كښې د اوسنو بدلونونو پس هلته څخه د كډوالو كوم خاص راتګ نه دے رامخې ته شوے۔ده ووئيل ضم شوو ضلعو كښې امنيتي صورتحال ښه شوے او د فورسز پیټرولنګ هم زيات كړے شوے٬مونږ د هر ډول چېلنج مقابلې لپاره چمتو يو۔ده ووئيل يوازې خېبر٬مومند او باجوړ ضلعو كښې د درې اربه روپو پرمختيائي پروژې بشپړېدونكې دي دغسې په نورو ضم شوو ضلعو كښې هم پرمختيائي پروژو باندې تندۍ سره كار روان دے۔