د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني سره د ايران سفير ملاقات

image

اسلام آباد 02 مئي (اے پي پي) د سېنټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني وئيلي دي پاکستان او ايران د منطقې پرمختګ٬ امن او د سوكالۍ خوب رښتيا كولو لپاره هڅې كوي٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه په نړيواله كچه مرسته د ستائنې وړ ده۔ د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني دا خبرې د ايران سفير سيد محمد علي حسېني سره كړې چا چې دوي سره د مخه ښې ملاقات كولو۔ د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو او د شريكې خوښې په چارو هم د خيالاتو څرګندونه شوې۔ په دې موقع د ايران سفير سيد محمد علي حسېني ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه دوه اړخيزه اړيكې مستحكمولو ته اړتيا ده۔ د سېنېټ چيئرمېن د ايران سفير د پاك ايران اړيكو لا قوي كولو په اړه د هلو ځلو ستائنه وكړه او د ايران مجلس شوريٰ سپيکر لپاره ئې د نېكو هيلو څرګندونه هم وكړه

مضمون کا ماخذ : مردہ یا زندہ II
متعلقہ مضامین
مزید خبریں