د دويانو د كمي شكايت درج كولو له موبائل ايپ لانچ كولے شي۔ډاكټر نديم جان

image

اسلام آباد 22 اګست(اے پی پی)د روغتيا لنډ مهاله وفاقي وزير ډاكټر نديم جان وئېلي دي چې په لنډه موده كښې د ډرېپ كاركردګي ښه كولو له فعاله تګلاره جوړولو سره راغلے يم۔ د اولس خېرښېګړه زما ايجنډا او مشن دے٬ د دويانو د معيار به كومه سودا كولې نه شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ په خپله مشرۍ كښې د ډرګ رېګولېټري اتهارټي په غونډه كښې خپلو خبرو كښې وكړه۔ په دې موقع د روغتيا سېكرټري افتخار شلواني او اېډېشنل سېكرټري كامران رحمان هم موجود وو۔په غونډه كښې چيف ايګزېكټو آفيسر ډرېپ د روغتيا وزير ته بريفنګ وركړو۔ ډاكټر نديم جان د روغتيا څانګې ښه والي او د وګړو صحت تحفظ لپاره خپل عزم تكرار كړو۔ ده ووئيل په لنډه موده كښې د ډرېپ كاركردګي ښه كولو له فعاله تګلاره جوړولو سره راغلے يم۔ د روغتيا لنډ مهاله وفاقي وزير ووئيل چې د اولس خېرښېګړه زما ايجنډا او مشن دے٬د دويانو د معيار به كومه سودا كولې نه شي۔ ده ووئيل چې د دويانو اېكسپورټ سوا كولو له به فعاله ګامونه پورته كولې شي۔ ده ووئيل د پاكستان ماركيټ زيات پوټېنشل لري ٬ د دويانو برآمدات د پرله پسې هڅو د لارې يو په دوه كېدې شي۔

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے فاتحین
متعلقہ مضامین
مزید خبریں