زيات شوے درجه حرارت٬موسمي تغيرات او د طبعي آفتونو اثرات مېرمنې او پسمانده طبقې زياتې متاثره كوي۔د سېنېټ چيئرمېن يوسف رضا ګېلاني

image

اسلام آباد 13 اګست (اے پي پي )د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني وئېلي دي زيات شوے درجه حرارت٬موسمي تغيرات او د طبعي آفتونو اثرات مېرمنې او پسمانده طبقې زياتې متاثره كوي ٬مېرمنې خپلواكه جوړول يوازې د سماجي انصاف معامله نه ده بلكې د اقتصادي پرمختګ او ماحولياتي تحفظ لپاره هم اهم دي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د آبادۍ او پرمختګ آسيائي فورم پلاوي ته خطاب كولو په مهال وكړه۔ پلاوي د سېنېټ دوره هم وكړه۔په پلاوي كښې د كمبوډيا٬مصر٬جاپان٬اردن٬انډونېزيا٬عراق٬مالديپ٬منګوليا ٬ نيپال٬تهائي لينډ٬ويتنام او تركمانستان پشمول د نورو هېوادونو پارليمنټيرينز او مندوبين شامل وو۔د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني په دې موقع ووئېل د آسيا پيسفك او مينځني آسيا منطقو سره سره د افريقې پارليمان غړو دلته رايوځاے كېدلو مقصد د شريكو چېلنجونو مخ نيوے او شريكو موقعو څخه استفاده كول دي۔ده ووئيل د بېلو هېوادونو د استازو موجودګي د ماحول دوسته معاشي هلو ځلو ودې٬ د مېرمنو خپلواكه كولو ٬ نړيوالې او سيمه ايزې هغږۍ لپاره مهم اقدام دے٬زمونږ شريكه رابطه او مرسته په تندۍ سره د بدلېدونكې نړيوال٬سيمه ايز صورتحال په تناظر كښې مهمه ده ٬داسې كنفرنس د سټريټجك پارټنرشپ سبب جوړېږي او دا د موسمياتي بدلون٬ګرين اكانومي٬صنفي مساوات او تل پاتي پرمختګ مهمو مسئلو مخ نيوي لپاره زمونږ د شريك عزم هم ثبوت دے۔ده ووئيل د موسمياتي بدلون او ماحولياتي رابطې لپاره د پارليمنټيرينز ايشين فورم او ټول سټيك هولډرز ته په كنفرنس كولو د زړه نه مباركي وركوم٬د دې كنفرنس په سبب مېرمنې خپلواكه جوړولو او ماحولياتي تحفظ له موثر اقدامات رامخې ته كړي٬سيد يوسف رضا ګېلاني ووئېل پاكستان د نورو هېوادونو غوندې موسمياتي بدلون په اړه سخت خطر سره مخ در٬ده ووئيل د ګرين اكانومي پلو منتقلي ضروري او مېرمنې خپلواكه جوړول د وخت مهم ضرورت دے ځكه چې زمونږ د آبادۍ نزدې نيمه برخه په مېرمنو مشتمل ده۔ده ووئيل د رامخې ته شوو چېلنجونو مخ نيوے او پائيدار معيشت لپاره مېرمنو ته په هره څانګه كښې نمائندګي وركول د وخت هم ضرورت دے۔ده ووئيل ګورننس په اعلٰی كچ د مېرمنو د شموليت او پرمختګ ضامن دے٬د تعليمي پروګرام او پيشه وره تربيت د لارې د مېرمنو صلاحيتونو او مهارتونو ته وده وركرې كېدې شي٬د پارليمنټيرينز په توګه مونږ له به داسې قوانين مرتب كول وي كوم چې صنفي مساوات او ماحولياتي پائيدارې ته وده وركوي ۔ ده ووئېل د پرمختګ رفتار تندولو لپاره حكومت سول سوسائټۍ او د نجي څانګې پشمول سټيك هولډرز له شريكه تګلاره اختيارول پكار دي۔د پارليمنټ هاؤس دوره كونكي پلاوي د سېنېټ ميوزيم٬د سېنېټ او قامي اسمبلۍ هالز هم دوره وكړه۔په دې موقع په سېنېټ كښې د مخالفې ډلې مشر سيد شبلي فراز٬د سېنېټ غړو سليم مانډوي والا٬عبدالقادر٬عرفان الحق صديقي٬شهادت اعوان٬حاجي هدايت الله پشمول د وزيراعظم د موسمياتي تغيرات خاص مرستيال رومينه خورشيد عالم او حنا رباني كهر هم موجود وه۔۔(

مضمون کا ماخذ : پاکستان لاٹری نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں