په كنټرول لائن ګرم چشمه سېكټر د هندي عسكرو د ډزو په نتيجه كښې شرافت نومې تن ژوبل شوې

image

پینډۍ 05 مارچ (اے پی پی)د تېرو 24 ساعتونو په مهال په لائن آف كنټرول صورتحال امن ناكه وو٬د هندي عسكرو د اړخه د سيز فائر لائن خلاف ورزي په ګرم چشمه سېكټر كښې شوې٬هندي عسكرو شهري آبادي په نښه كړې۔په دې مهال 26 كلن شرافت ژوبل شوې٬پاك پوځ په وخت ځواب وركولو سره د هندي عسكرو هغه پوستې په نښه كړي چرته څخه چې د پاكستان په شهري آبادۍ ډزې شوې۔د آئي اېس پي آر له مخې د پاكستان سمندري حدونو كښې پاك بحريه چمتو او مستعد دې۔پاك بحريه د پاكستان د سوئېلي ساحل پلو د يو هدي آبدوز درك لګولې٬ د پولو حفاظت او د جارحيت مقابلې كولو بشپړه صلاحيت لري٬د فضائي حفاظت او څارنې لپاره پاك فضائيه په بشپړه توګه چمتو دې

مضمون کا ماخذ : sorteios quina
متعلقہ مضامین
مزید خبریں