د پاكستان پوسټ په آمدن كښې د يو كال په مهال 6 ارب روپۍ زياتوالې شوې۔وفاقي وزير مراد سعيد

image

اسلام آباد 23 مئي (اے پي پي)د پوسټل سروسز وفاقي وزير مراد سعيد وئېلي دي چې د وزيراعظم عمران خان په دانشمندانه قيادت كښې پاكستان پوسټ آمدن كښې د يو كال په مهال 6 اربه روپۍ زياتوالې شوې كوم چې د 8 ارب روپۍ څخه زياتېدو سره 14 اربه روپو ته رسيدلې۔د زيارت په ورځ په خپل بيان كښې ده ووئيل چې د پاكستان پوسټ پشان نور سركاري ادارې هم ګټه وره جوړیدې شي۔ده ووئيل چې د پاكستان په پوسټ لاجسټك سيل څانګه كښې ډېر زر انقلابي بدلون راوستلې شي٬د كامرس د لارې 46 زره پارسلز د هغوي منزل ته رسولې شوي۔ده ووئيل چې پاكستان رېلوے ته پاكستان پوسټ ته يو بله بوګي وركول پكار ده ځكه چې د هغوي بزنس زيات شوې۔ده ووئيل چې پاكستان پوسټ ګرده نړۍ كښې مېډ ان پاكستان پروډكټ پروژه پېل كوي٬زه ډېر خوشحاله شوې يم چې د هېواد مهمه اداره پاكستان پوسټ ترقي كوي

مضمون کا ماخذ : غالب افریقہ