پاکستان د اسلامي هېوادونو د اوږدې مودې شخړو په هواري كښې كردار لوبولو له چمتو دے۔ د خارجه وزير شاه محمودقرېشي

image
APP08-15 MULTAN: May 15 - Foreign Minister Makhdoom Shah Mahmood Qureshi addressing a press conference at Circuit House. APP Photo by GM Kashif

اسلام آباد 31 مئي (اے پي پي) خارجه وزیر شاہ محمود قرېشي وئيلي دي چې پاکستان هند سره په امن اوسېدل غواړي٬ د كشمير كشاله به هوارول وي ٬ كومه چې نظر انداز كېدې يا شاته نه شي غورځولې كېدې ٬ نن نړۍ په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو كېدونكې خلاف ورزۍ تسليموي٬ پاکستان د اسلامي هېوادونو د اوږدې مودې شخړو په هواري كښې كردار لوبولو له چمتو دے۔ جده كښې د اسلامي هېوادونو مشرانو د تتظيم 14مې غونډې په مهال “عرب نيوز” سره مركه خارجه وزير ووئيل دا منطقې سنجيده معاملو سره مخ ده او زمونږ دا موقف دے چې دا مسئلې په ګډه د روغې جوړې د لارې هوارېدې شي۔ ده ووئيل امن او استحكام زمونږ اجتماعي مقصد دے او د دې نه غېر منطقه او نړۍ پرمختګ نه شي كولې خو د دې مقصد ترلاسه كوو لپاره اجتماعي هلو ځلو ته اړتيا ده ۔ ده ووئيل ټولو اسلامي هېوادونو له به په ګډه د دې مسئلو حل راوباسل وي۔ د يوې پوښتنې په ځواب خارجه وزير ووئيل په خليجي هېوادونو كښې د 50 لكهو نه زيات پاكستانيان كار كوي او دا منطقه پاكستان لپاره خاص اهميت لري٬ د پاکستان ټولو خليجي هېوادونو سره خوشګوار ٬ تاريخي او روايتي اړيكې لري۔ ده ووئيل خلیج په اقتصادی لحاظ سره د پاکستان لپاره مهمه سيمه ده، زمونږ د توان زيات تر حاجت د خلیج څخه پوره كيدې شي۔ ده ووئيل د خلیج معاملات د خبرو اترو د لارې حل كيدو ته اړتيا ده۔ خلیج كښې د ایران کردار په اړه د يوې پوښتنې په ځواب خارجه وزير ووئيل ایران د دې سيمې مهمه برخه ده او دا هغه هېواد دې كوم سره چې تاسو له پاتې كيدل دي، د ایران سره شريكې پولې لرو دې لپاره مونږ چیلنجونه منو خو مونږ له به دا هم كتل وي چې د دې تاؤ ترېښوالې صورتحال

مضمون کا ماخذ : پاکستان کی مشہور لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں