د حج سركاري سكيم د 7309 نورو كاميابو خواست كوونكو انتخاب وكړې شو

image

اسلام آباد 03 جون (اے پي پي﴾ د سعودي لخوا پاكستان ته ترلاسه 15790 حج كوټه كښې د حج سركاري سكيم تر مخه د 7309 نورو كاميابو درخواست كوونكو انتخاب وكړې شو۔ د ګل په ورځ د مذهبي چارو وزارت كښې د سركاري سكيم له مخې د حج دوهمې قرعه اندازې ته په خپله وېنا كښې د مذهبي چارو وفاقي وزير ډاكټر نورالحق قادري ووئيل د سعودي ولي عهد لخوا د پاكستان دورې په مهال وزيراعظم عمران خان د حج او د پاكستان د حج كوټې زياتولو خواست كړے ؤ او د دې په نتيجه كښې پاكستان ته د حاجيانو 15790 اضافي كوټه وركړې شوه

مضمون کا ماخذ : resultados loteria São Paulo
متعلقہ مضامین
مزید خبریں