وزيرِاعظم عمران خان د زياتې شوې ګرانۍ او د انتظاميې لخوا د خوراك څښاك څيزونو په نرخونو كښې د غېر معمولي زياتوالي او د دغې مخنيوي كښې د ناكامۍ نوټس واخست

image

اسلام آباد 27 جون (اے پي پي) وزيرِاعظم عمران خان د زياتې شوې ګرانۍ او د انتظاميې لخوا د خوراك څښاك څيزنو په نرخونو كښې د غېر معمولي زياتوالي او د دغې په مخنيوي كښې د ناكامۍ نوټس اخستو سره امر كړې چې د زياتې شوې ګرانۍ ٬ د ذخيره اندوزۍ او د نورو بدعنوانيو لاره نيولو لپاره د ټولو صوبائي چيف سېكترانو پشمول د اسلام آباد چيف كمشنر دې سمدستي ګامونه پورته كړي او په دې لړ كښې دې خاص كمپائن پېل كړې شي ٬ ټول صوبائې چاوراكي دې په اوو ورځو كښې په دې احكاماتو د عملدرآمد په لړ كښې د پېشرفت راپور وړاندې كړي ۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم دفتر لخوا په جاري شوې مراسله كښې وئيلي شوې په ځائي او په مخصوص قواني د بشپړ عملدرامد د لارې سروس ډېليوري باوري كول او اولس ته آسانۍ وركول د فيلډ انتظاميې بنيادي ذمه واري ده٬ د اړوندو اهلكارو ترمېنځه د د رابطو نشتوالې ٬ په قوانين پوهه او د غېر موثره عملدرامد او ذمه واريو څخه د سرغړونې رويې يو خوا كه اړوند قوانين غېر موثره كوي نو بلخوا د اولس په ستونزو كښې د زياتوالي سبب ګرځي۔ وزيراعظم عمران خان امر وكړٶ چې د نرخونو مخنيوي په قوانين عمل كولو لپاره دې په سمدستي توګه لائحه جوړه كړې شي۔ ده امر وكړو پرائس او ماركيټ كمېټۍ دې لا فعاله كړې شي او خلاف ورزۍ كوٶنكو ته دې د اړوندو قوانينو له مخې سختې سزاګانې وركړې شي۔ ده امر وكړو فيلډ چارواكي دې د هول سېل ماركيټونو دوره كولو او د نيلامۍ په مهال د نرخونو مناسب تعين باوري كړي ۔ ده امر وكړو چې ټول صوبائي سېكتران دې په اړوندو ضلعو كښې خپلې ناثاپي دورو كولو سره د نرخونو جانچ پړتال وكړي او سپيشل برانچ دې د هرې ورځې په بنياد په دې احكاماتو د عملدرامد راپور اړوند اعلٰې وزير او چيف سېكتر ته وړاندې كړي۔ وزيراعظم امر وكړٶ چې په نرخونو كښې اضافه كوٶنكي د غېر ذمه واره عناصرو په ضد دې كاروائۍ لپاره كوټلې لائحه خپله كړې شي او د ذخيزه كوٶنكو په ضد دې سخته كاروائي وكړې شي۔ وزيراعظم ووئيل د نرخونو كنټرول كمېټو لخوا دې په باقاعدګۍ سره د ضرورت د څيزونو د بيعو فهرستونه جاري كړې شي او په دې موثره عمل درآمد دې باوري كړې شي۔ وزيراعظم امر وكړو چې د دې كمپائن كاميابۍ لپاره دې په سزا او جزا آډانه د كاركردګۍ تللو پېمانه هم مقرر كړې شي۔ وزيراعظم عمران خان امر وكړو ټول ص

مضمون کا ماخذ : بولو دا میگا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں