د خارجه وزير شاه محمود قرېشي په مشرۍ كښې خارجه وزارت كښې جوړ”كشمير سيل”وړومبۍ غونډه

image

آباد 03 ستمبر (اے پي پي )د وزيراعظم عمران خان په خاص سپارښتنه په خارجه وزارت كښې جوړ”كشمير سيل”وړومبۍ غونډه د نهې پھ ورځ د خارجه وزير شاه محمود قرېشي په مشرۍ كښې وشوه۔په غونډه كښې د قانون وفاقي وزير فروغ نسيم٬سول او عسكري چارواكو٬خارجه سېكتر پشمول د خارجه وزارت سينئر چارواكو ګډون كولو۔په غونډه كښې پھ مقبوضه جمو او كشمير كښې د امن او امان خراب صورتحال او د پاكستان لخوا تراوسه شوي سفارتي هڅو او كشمير كونسل په غونډه كښې رامخې ته كېدونكې تجاويز٬د خارجه چارو لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ چيئرمېن او د پارليمان معزز غړو لخوا ترلاسه شوې بېلا بېل تجويزونو هم جاج واخستلې شو۔د غونډې په مهال په مقبوضه جمو او كشمير كښې د روان بشري حقونو سنګين خلاف ورزۍ په ګرده نړۍ كښې په بېلو فرمونو رامخې ته كولو لپاره په بېلو اړخونو مشاورت شوې۔شاه محمود قرېشي په دې موقع ووئيل چې د مقبوضه جمو كشمير په اړه د هند بيانيه پرله پسې بدلېدو سره راځي٬د پاكستان نقطه نظر يو ډول٬ښكاره او په سپينو ټكو كښې دې٬پاكستان به د مقبوضه جمو او كشمير بې ګناه مسلمانانو حق خود اراديت د ترلاسه كولو هلو ځلو سياسي٬سفارتي او اخلاقي مرسته روانه ساتي۔د دې خاص سيل جوړولو مقصد مقبوضه جمو او كشمير په اړه تازه صورتحال غور وخوض كول او د هېواد خارجه پالېسي ترجيحات په نظر كښې ساتلو سره مقبوضه جمو و او كشمير په اړه موثر حكمت عملي وضعه كولو په اړه ضروري مرسته كول دي

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں