د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان په سيالكوټ كښې دستورې ته وېنا

image

سيالكوټ 10 ستمبر (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې نن د كشميريانو قربانې د كربلا ياد تازه كوي٬ دوي د نړۍ د قومونو توجه غواړي٬ د ظلم په ضد د ودرېدونكو كشميريانو سره دې د يووالي څرګندونه وشي٬ د كشميريانو نه د دوي مذهبي حقونه هم اخستل شوي دي۔ په سيالكوټ كښې يوې دستورې ته د خپلې وېنا په مهال د وزيراعظم عمران خان خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل چې امام عالي مقام د باطل په ضد د كربلا په مېدان كښې لكه د غره په شان ولاړ و٬ نن د هغې لوئې قربانې ياد تازه كولو ورځ ده٬ د ظلم په ضد د ودرېدو ورځ ده٬ هغې ووئيل چې يوه كربلا په كربلا كښې وه او يوه كربلا نن په كشمير كښې روانه ده٬ مودي يزيدي كردار ترسره كوي۔ هغې ووئيل چې نن د كشميريانو قربانې د كربلا ياد تازه كوي٬ دوي د نړۍ د قومونو توجه غواړي٬ د ظلم په ضد د ودرېدونكو كشميريانو سره دې د يووالي څرګندونه وشي٬ د كشميريانو نه د دوي مذهبي حقونه هم اخستل شوي دي۔هغې ووئيل چې تر څو مظلوم كشميريانو ۍآزادي نه وي ترلاسه كړې تر هغه به وخت به ورسره ټول اسلامي امت ولاړ وي۔

مضمون کا ماخذ : apostas dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں