د بي جے پي لخوا په مذهبي همغږۍ لېكچر وركول ټوقې دي، د كركې په خپرولو كښې د بي جے پي ډلې ثاني نشته. د وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ټويټ

image

اسلام آباد 04 جنوري (اے پي پي) د سائنس او ټېكنالوجې وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د خالي په ورځ په خپل يو ټويټ كښې د بي جے پي وياند ته كره ځواب وركولو سره وئيلي دي چې د بي جے پي لخوا په مذهبي همغږۍ لېكچر وركول ټوقې دي، د كركې په خپرولو كښې د بي جے پي ډلې ثاني نشته. فواد چوهدري ووئيل چې هم د سكھ ټولنې عزت كوو، بي جے پي دې خپله پروپېګنډه بند كړي. ده ووئيل چې د بي جے پي لخوا په مذهبي همغږۍ لېكچر داسې دے لكه چې لوښې چائ جوش ته تور ووائي.

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری لائیو
متعلقہ مضامین
مزید خبریں