اسلام آباد 22 جون (اے پي پي) د جمو كشمير په اړه د او آئي سي رابطه ډلې د كشمير په اړه د پاكستان د دريځ ملاتړ كولو سره په هند زور راوړے چې هند دې په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو څخه د سرغړونو، د پوځي محاصرې، تورو قوانينو او د لاك ډاٶن لړې په سمدستي توګه ختمه كړي، د كشمير مسئله امت لپاره ډېره مهمه ده او څوك هم زمونږ پام د دې څخه نه شي اخوا كولې . رابطه ډلې د كشمير صورتحال لپاره د مبصر ډلې په تشكيل هم اتفاق كړے او وئيلې ئې دي هند د منطقې امن لپاره خطر جوړ شوے. په مقبوضه كشمير كښې د زياتېدونكي جارحيت او د نړيوال قوانين څخه د سختو سرغړونو په اړه د او آئي سي د رابطه ډلې بېړنې وډيو لنك غونډه د ګل په ورځ په خارجه وزارت كښې وشوه. د غونډې مشري د او آئي سي عمومي سېكتر وكړه. د خارجه وزيرانو په كچه دا بېړنې غونډه د پاكستان په خواست رابللې شوې وه. په غونډه كښې د كشمير په صورتحال او د هند په زيات شوي بربريت خبرې وشوې. په غونډه كښې د پاكستان، سعودي عرب، تركيې، آذربائيجان او د نائجېريا خارجه وزيرانو ګډون وكړو. په دې غونډه كښې د آزاد كشمير اولس مشر د كشميري استازي په توګه ګډون وكړو. خارجه وزير شاه محمود قريشي ورچول غونډې ته په خپله وېنا كښې په دې مهمه غونډه كولو د او آئي سي عمومي سېكتر او د او آئي سي مننه وكړه. خارجه وزير شاه محمود قريشي په خپله وېنا كښې ووئيل د مقبوضه كشمير صورتحال ډېر خراب شوے، د بشري حقونو څخه د سرغړونو لړې په منظم ډول نن هم روانه ده او د منطقې امن او سلامتيا لپاره په خطراتو كښې اضافه شوې. د هند اوسنې مشرتابه په جمو او كشمير خپله غاصبانه او غېر قانوني قبضه په ځائ ساتل غواړي. د آر اېس اېس او د بي جے پي د هندوتوا شريكه اېجنډا قتصداً په بې ګناه كشميريانو تپلې شي. ده ووئيل د هند د سياسي او عسكري مشرتابه د جنګي جنون د دړكو او د زمكي جارحيت اقداماتو سره هم پاكستان ډېر د صبر نه كار اخستے. ده ووئيل د تېرو 20 ورځو په مهال 30 كشميري ځوانان شهيدان كړے شوي .