چلاس۔ 15 جولائی (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان ته په ديامر بھاشا ډېم د پېشرفت په حقله بريفنګ وركړے شوے۔ د شورؤ په ورځ د وزيراعظم ميډيا آفس لخوا جاري بيان له مخې وزيراعظم عمران د ګلګت بلتستان په دوره تللے۔ د دورې په مهال وزيراعظم د ديامر بھاشا ډېم سائټ څارنه هم وكړه۔ ده ته د اړوندو چارواكو لخوا په ياده شوې منصوبه د شوي پېشرفت په اړه بريفنګ وركړے شو۔ وزيراعظم سره د پاك پوځ سرلښكرجنرال قمر جاوېد باوجوه او د آئي اېس آئي ډي جي جنرل فېض حميد هم موجود وو