ریفائنریز اپ ګریډیشن، د آئل سیكټر بيعه ښه كولو ، آئل ډپو لپاره آټومیشن سسټم معارفي كولو او د ایل پی جی سیكټر په اړه د خيالاتو څرګندونه

image

اسلام آباد 13 جولائی (اے پی پی) د وزیراعظم د پيټروليم خاص مرستيال ندیم بابر په مشرۍ كښې د پيټروليم لپاره د تھنك ټینك دويمه غونډه د ګل په ورځ د توان ٬ پټرولیم ډویژن وزارت كښې وشوه۔ تھنك ټینك كښې د توان څانګې نامتو پوهان او پیشه وره كسان شامل دي۔ فورم كښې د ریفائنریز اپ ګریډیشن، د آئل سیكټر بيعه ښه كولو ، آئل ډپو لپاره آټومیشن سسټم معارفي كولو او د ایل پی جی سیكټر په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ تھنك ټینك فورم د تيلو بيعې تګلاره كښې د ښه والې، آئل ماركیټ ډی ۔ ریګولیټ كولو ، د ریټیل پټرول پمپونو لائسنس وركولو او په نورو آئل ډاوَن سټریم څانګه كښې د ریفائنریز په كردار د خيالاتو څركندونه وكړه۔ د غونډې په آخر كښې خاص مرستيال ندیم بابر تھنك ټینك غړو له دا ذمه وارۍ وركړې چې آئل ډپو لپاره د ریئل ټائم شميرې راجمع كولو، آئل ریفائنریز اپ ګریډ كولو او ډی ریګولیټ ائل ماركیټ ممكنه ډھانچې لپاره د ټیكنالوجی او آټومیشن سسټم استعمال په اړه وركنګ پیپرز جوړ كړئ

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ پاکستان
متعلقہ مضامین
مزید خبریں