اسلام آباد ۔ 24 جولائی (اے پی پی) صدر ډاکټر عارف علوی د کامسیټس پوهنتون انتظامیې ته وئيلي دي تحقیقی هلو ځلو ته پام لرنه وكړئ او ښه شهرت لرونكو نړيوالو پوهنتونونو سره رابطې او همكاري پېدا كړئ۔ ده ووئيل د مارکیټ تقاضو ترمخه تعلیمی نصاب دې جوړ كړے شي۔ ده دا خبره ایوان صدر كښې د سائنس او ټیکنالوجی وفاقی وزیر فواد حسین چوهدری سره خپلو خبرو كښې وكړه۔ وفاقی وزیر صدر د تعلیم وده كښې د کامسیټس کردار په اړه خبر كړو۔ ده د نوي ټاكلي ریکټر پروفیسر ډاکټر محمد تبسم افضل تعارف وكړو۔ صدر هيله څرګنده كړه چې د پوهنتون نوي ریکټر په مشرۍ كښې به د تعلیم معیار لا ښه شي او پوهنتون كښې به ښه ګورننس هم باوري كړے شي