اسلام آباد 04 اګست (اے پي پي) تجارت لپاره د وزيراعظم صلاحكار عبدالرازق داؤد وئيلي دي د جولائي په مياشت كال 2020 كښې د پاكستان برآمدات د تېر كال په مقابل كښې 5.8 فيصده زياتوالے لويه كاميابي ده۔ د نهې په ورځ خپل ټويټ پېغام كښې ده ووئيل د برآمدات زياتوالے لويه كاميابي ده۔ ده ووئيل په تېرو څلورو مياشتو كښې برآمدات كم شوي خو د كرونا وائرس او سمارټ لاك ډاٶن باوجود زمونږ برآمدات “مېډ ان پاكستان” پاليسي مخ په وړاندې روانه ده۔ ده ووئيل زه ټولو برآمد كوٶنكو ته مباركي وركول غواړم او هيله لرم چې دا رجحان به لا ګړندے شي