اسلام آباد ۔ 11 اګست (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نور الحق قادري وئيلي دي په سوشل ميډيا د مقدسو هستيو په اړه دسپكاوي مواد د يوې منصوبې له مخې د اسرائيل ايجنسي موساد خپروي۔ په اته فقهو كښې د كومې هم فقهې منونكي كافر ګرځېدے نه شي۔ د علماﺀ كرامو فرض دي چې هغوي دا سازش ناكامه كړي او د امت يو موټي كولو له محراب اوممبر وكاروي۔ د اسلامي نظرياتي كونسل جوړ كړي سفارشات بايد محراب او ممبر ته ورسي۔ حكومت به په هر قميت خپله عملداري په ځائې ساتي۔ د نهې په ورځ اسلامي نظرياتي كونسل كښې د بېلو مسلكونو منونكو ترمينځه د رابطو په سرخط كنونشن كښې د خاص مېلمه په حېث خطاب كولو كښې ده ووئيل د يوې مودې نه په سوشل ميډيا د مقدسو هستيو په اړه د سپكاوي مواد د يوې منصوبې له مخې خپرېږي ولې پاكستان غېر مستحكم كولو له څلور لسيزو څخه روانې دا ھڅې ناكامه شوي ۔ دغسې هېواد كښې د سني ٬ شيعه ٬ اهل حدييث او برېليانو خپلو كښې د جنګولو هڅې كولې شي۔ ده ووئيل پاكستان كښې د لساني ، مذهبي ، مسلکي او سيمه ايزو بنيادونو په توګه د عدم استحكام راوستو هره هڅه ناكامه شوې ۔ اوس آخري هڅه د شيعه ، سني ، بريلوي، ديوبندي او سلفي ترمينځه د فساداتو خپرولو روانه ده۔ ده ووئيل اسرائيل كښې د موساد يوه مېرمنه د جعلي اكاؤنټ د لارې فرقه وارانه فسادات خپروي۔ اسرائيل كښې ناسته دا مېرمن عائشه نامه كاروي۔ ده ووئيل د دې كنونشن مقصد علماﺀ كرام او اولس دې سازش نه ساتل دي۔ فرقه واريت ختمولو له متحده علماﺀ بورډ پنجاب ٬ملي يكجھتي كونسل او د مذهبونو ترمينځه د همغږۍ كمېټۍ جلا جلا هڅې كړي۔