افغانستان كښې امن سره به ټوله منطقه كښې د امن او استحكام لاره هواره شي

image

اسلام آباد 13 اګست (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي افغانستان كښې امن سره به ټوله منطقه كښې د امن او استحكام لاره هواره شي۔ دا خبره خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي افغانستان لپاره د وزيراعظم خاص استازي محمد صادق سره په ملاقات كښې كړې چا چې د زيارت په ورځ په خارجه وزارت كښې وفاقي وزير سره ملاقات كولو۔ د خبرو اترو په مهال د افغان امن عمل پشمول د منطقې د امن او استحكام په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ خارجه سېكرټري سهېل محمود هم د ملاقات په مهال موجود ٶ۔ افغانستان لپاره خاص استازي محمد صادق د افغان امن عمل موجوده صورتحال په اړه خارجه وزير له تفصيلي بريفنګ وركړو۔ خارجه وزير ووئيل د افغان ملت ترمېنځه خبرو اترو سره به افغاستان كښې د مستقل او د اوږدې مودې امن له مرسته ترلاسه شي٬ افغانستان كښې امن سره به ټوله منطقه كښې د امن او استحكام لاره هواره شي۔ شاه محمود قرېشي ووئيل پاکستان به د افغان امن عمل پشمول په منطقه كښې امن او استحكام لپاره د روغې جوړې عمل له خپل كردار لوبوي

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈز کی جیت
متعلقہ مضامین
مزید خبریں