اسلام آباد 14 اګست (اے پی پی) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د آزادۍ ورځې په موقع په خپل پیغام كښې قام له مباركي وركولو سره وئېلي دي نن ورځ د قائداعظم محمد علي جناح په مشرۍ كښې زمونږ د پلار نيكه د ځانګړو قربانو ياد تازه كوي٬ دا ورځ مونږ له موقع راكوي چې مونږ د خپل مؤسس په نظرياتو د عملدرآمد لوظ وكړو او د تحريك پاكستان تاريخي هلو ځلو كښې شامل ټولو كارمندانو ته پیرزوئنې وړاندې كړو٬د تېر وخت برعكس د آزادۍ ورځ په يو سخت وخت كښې لمانځلې كېږي ځكه چې ټوله نړۍ د كورونا وائرس له امله ځپلې شوې٬ چې منفي اثرات ئې په معيشت٬ صحت او د تعليم پشمول په ټولو څانګو مرتب شوي٬د وباﺀ له امله زياتې ستونزې پیدا شوي خو زمونږ قام د سمارټ لاك ډاؤن تګلارې ترمخه په دې وباﺀ قابو موندلې۔ صدرمملكت ووئيل زمونږ لپاره ضروري ده چې مونږ په احتياطي تدابير عمل وكړؤ۔ اولس مشر ووئيل په تېر وخت كښې هم مونږ د اكتوبر 2005 زلزلې او 2010 سېلابونو سره مخ شوي وو٬ده ووئيل نن د خوشحالۍ په دې موقع زه ټولو وطن والو له داد وركوم كومو چې د ځپليو مرستې لپاره د يو والي څرګندونه كړې۔د آزادۍ ورځ په دې موقع ډاكټرانو٬نرسانو او د صحت څانګې كارمندانو ته پیرزوئنې وړاندې كوم كومو چې د كورونا وباﺀ په مهال خپل ژوند خطر سره مخ كولو سره د وګړو ژوند بچ كړې٬د دې نه علاوه مېډيا٬علمائے كرامو٬اېن ډي اېم اے٬اېن سي او سي٬صوبائي حكومتونو او قانون نافذ كونكو ادارو د اړخه خبرتيا وركولو او د كورونا وباﺀ په اړه په اوېس او پيز د عملدرآمد كردار منو۔ ده ووئيل د احساس پروګرام څخه واضحه شوې چې د ټولنې ټولو طبقو آسانيو تحفظ لپاره اقدامات كېږي۔صدرمملكت ووئيل چې زمونږ معيشت ښه والي پلو روان دې او باور لرم چې په دې حقله به ښې نتيجې ترلاسه كړو۔ده ووئيل دآزادۍ ورځ لمانځلو سره بايد مونږ په جمو او كشمير د هند غېر قانوني قبضې له امله ځپلي هېر نه كړو كوم چې د هندي قابض عسكرو ظلم سره مخ دي۔ده ووئيل هند د7 لسيزو راهيسې په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزي كوي۔ صدر مملكت ووئيل هند ټول اقليتونه په نښه كوي او په هېواد كښې هندوتوا نظريه نافذ كول غواړي خو د دې اقداماتو سره د اقليتونو هلې ځلې نورې زياتې شوې دي۔ده په مقبوضه كشمير كښې هلو ځلو كونكو كشميريانو له باور وركړو چې پاكستان به د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل قراردادونو په رڼا كښې د خپلواكۍ حق هلو ځلو حمايت روان ساتي۔ده پاكستاني قام له مباركي وركولو سره غوښتنه وكړه چې د هېواد پرمختګ او