اسلام آباد 21 اګست (اے پی پی) د تعلیم او پیشه وره تربیې وفاقی وزیر شفقت محمود وئيلي دي د وړومبې كلاس نه تر پنځم كلاس يو ډول نصاب په ویب سائټ اچولے شوے ، تر اپریل 2021ء به ټول هيواد كښې يو نصاب ښودلے شي، د ټیلی سکول د لارې 70 نه تر 80 لکه ماشومان زدكړې ترلاسه كوي، احساس پروګرام د لارې 50 زره ماشومانو له به سکالرشپس وركولے شي،د تعلیم وزارت په وړومبي ځل يو زر نرسز له سکالرشپ وركوي، تعلیمی ادارو پرانستلو لپاره به د تعليم بین الصوبائی وزيرانو کنفرنس په 7 ستمبر کيږي،د نهم نه تر دولسم كلاس زدكوونكې پروموټ کړے شوي۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ پریس انفارمیشن ډیپارټمنټ كښې د خپل وزارت کارکردګۍ په اړه پریس کنفرنس ته خطاب کښې وكړه۔ د تعليم وزير ووئيل د کووېډ ۔ 19 نړيواله وبا مونږ لپاره يو مشکل صورتحال ؤ، مونږ ګڼو چیلنجونو سره مخ وؤ۔ تعلیمی ادارې بندې کړې شوي۔ ده ووئيل مونږ دا صورتحال د يو چیلنج په توګه قبول كړے او ټولې پريكړې به مشاورت سره شوي۔ ده ووئيل تعلیمی ادارې به 15 ستمبر څخه پرانستلې شي خو دې څخه وړاندې به په 7 ستمبر د تعليم بین الصوبائی وزيرانو کنفرنس كښې د صورتحال جاج اخستلے شي چې پكښې به د صحت وزارت ، تعلیمی ادارو پرانستلو په اړه خپل تجاویز وړاندې كوي او تعلیمی ادارو پرانستلو په اړه به تفصیلی تګلاره اعلانولې شي۔ ده ووئيل د کورونا وائرس وبا صورتحال كښې د نهم ، لسم ، يوولسم ، دولسم بورډ امتحانات يو بل چیلنج ؤ۔ده ووئېل د تعليم وزارت د تعليم بین الصوبائی وزيرانو کنفرنس د لارې ټولو صوبو او سټیك هولډرز اعتماد كښې اخستلو سره يوه واضحه پالیسی اختیار کړې چې د لارې ئې 40 لکه ماشومان بل كلاس ته پروموټ شوي او ټول هيوياد كښې هغه منلے شوي۔ده ووئيل هائرایجوکیشن لپاره آن لائن تعلیم پيل شوے۔ وړومبنو كښې تر انټرنیټ رسنې په اړه زدكوونكې ستونزو سره مخ وؤ۔ ده ووئيل وزیراعظم عمران خان په دې معامله څو وارې غونډې كړي او ټول هيواد كښې انټرنیټ سروس وركړے شوے او په راتلونكو دوه كلونو كښې به دا لا ښه شي۔ ده ووئيل مدرسې تعلیم كښې برخه اچوي، مونږ مدرسو ته پيرزوئنې وړاندې كوو۔ مونږ به مدرسې په دې خبره قائله كوو چې هغوي هم تعلیمی نصاب خپلو ماشومانو ته اوښائي او میټرك اور انټرمیډیټ امتحانات كښې د مدرسو ماشومان شامل كړي ٬ دې سره به د مدرسو ماشومانو ته د ژوند په ټولو څانګو كښې د وړاندې تګ موقعې ترلاسه شي۔ ده ووئيل وزیراعظم سپارښتنه كړې چې ماشومانو ته هنر اوښائې ۔ هنر مند پاکستان پروګرام مونږ پيل كړے۔ د هنرمند پاکستان د لارې د هنر ښودلو تعلیم وركوو۔ يو لاکھ 70 زره ماشومانو له د هنر وركولو پلان جوړ شوے ۔ ده ووئېل 50 زره ماشومان بيلو ادارو ته ليږلے شوي۔ده ووئيل احساس پروګرام د لارې 50 زره ماشومانو له د سکالرشپس وركولو پروګرام جوړ شوے او يو زر نرسز له به سکالرشپس وركولے شي۔