بېن الپارلېماني يونين د نړيوالې پارليماني مرستې او د نړۍ قامونو ترمينځھ د خبرو عمل ډاډګيرنه كوي۔ د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني دستورې ته خطاب

image

اسلام آباد ۔ 23 اګست (اے پی پی) د پاكستان د پارليماني خذماتو اداره كښی د بېن الپارلیمانی یونین 130 كلونو په بشپړ كېدو د جاري كړې شوي راپور په لړ كښې راجوړې كړې شوې دستورې ته خپل خطاب كښې د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني وئيلي دي چې بېن الپارلېماني يونين د نړيوالې پارليماني مرستې او د نړۍ قامونو ترمينځھ د خبرو عمل ډاډګيرنه كوي او د جمهوريت ودې له د آئی پی یو پورته كړې ګامونه د ستائنې وړ دي۔ د بېن الپارلیمانی یونین 130 كلونو په ترسره كېدو جاري كړې شوې راپور لويه كاميابي ده۔ ده ووئيل بېن الپارلیمانی یونین يو مهم پلېټ فارم دے۔ د پاكستان پارلېمنټ آئي پي يو مهم ګڼي۔ ده ووئيل د موجوده حالاتو په تناظر كښې د پارلماني يونين كردار لا مهم شوے دے۔ ده ووئيل ترقي او امن يو بل سره تړلي دي۔ مقبوضه كشمير كښې د هند غېر قانوني قبضه او د بشري حقونو په ضد خلاف ورزۍ مونږ ته دا خبره يادوي چې امن ٬ سلامتيا او د انسانيت خېر ښېګړې له به هڅې لا زياتول وي۔ په دې موقعه د سېنېټ چيئرمېن د آئي پي يو صدر ته د آئي پي يو 130 كلونو په بشپړ كېدو مباركي وركړه او د آئي پي يو د 130 كاركردګۍ راپور ئې په كتابي شكل كښې ګبرېلا كوېس بېرن ته وړاندے كړو۔ دستورې ته خپل خطاب كښې صدر آئی پی یو ګبریلا کوېس بېرن ووئيل پارلیمان د اولس د خوښې مظهر دے۔ د پارلېمان كار بشري حقونو او جمهوريت ته تحفظ وركول دي۔ دې ووئيل په كورونا وبا قابو موندلو له به حكومتونو او پارليمانونو له په ګډه كار كول وي۔ دې ووئيل نړۍ يو ډول مسئلو سره مخ ده۔ په دې قابو موندلو له به د ګډې تګلاره خپلولې شي۔ دستورې ته د پيس اېګزېكټو ډائرېكټر محمد انوار هم خطاب وكړو۔ دې نه وړاندې دستورې ته د راتلو په مهال د سېنټ چيئرمېن د آئی پی یو صدر ته هركلې ووې۔ په دې موقعه شېري رحمان ٬ سېنېټر مرزا محمد آفريدي او د سېنېټ سېكرټرېټ اعلی چارواكي هم موجود وو ۔ د بېن الپارلماني يونين مشره د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني په بلنه د پاكستان دوره كوي۔ دې نه وړاندې په نیو اسلام آباد ایئرپورټ سېنېټر مرزا آفريدي او د قامي اسبملۍ غړي شېرعلي ارباب مېلمنې ته هركلې ووې۔ سېنېټر مرزا آفريدي د آئي پي يو مشرې دوره ډېره مهمه وګرځوله۔ پاكسان آئي پي يو مهم ګڼي۔ سېنېټر مرزا آفریدی هيله څرګنده كړه چې د آئی پی یو مشرې دورې سره به اداره جاتي مرستې نوې لارې هوارې شي۔ سېنېټر مرزا آفريدي ووئيل د آئي پي يو صدر دورې مقصد د پاكستان سېنېټ او آئي پي يو ترمينځه تړون لا مضبوطول دي۔ ده ووئيل پاكستان امن ٬ پرمختګ او معاشرتي او معاشي سوكالۍ كښې پارليماني سفارتكاري مهمه ګڼي۔ ده ووئيل د آئی پی یو موجودہ صدر په كچه دا اولنۍ هائي پروفائل دوره ده كوم چې يو مهم پارليماني او سفارتي پېشرفت دے۔ دې دورې سره به په نړيواله كچه د هېواد سافټ امېج ته وده وركولو كښې مرسته ترلاسه شي

مضمون کا ماخذ : جڑواں اسپن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں