اسلام آباد 07 ستمبر (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان د موسمی بدلون اثراتو مقابله كولو لپاره د اړوندو وفاقی او صوبائی ادارو د جامع مشاورت په حاجت زور راوړلو سره د بارانونو او سیلاب له امله د شوي زيان جاج اخستو سپارښتنه كړې ده ٬ دغسې چې د ریلیف هلې ځلې لا ښه او د زيان ازاله كولو په اړه په شريكه توګه تګلاره جوړه كړې شي۔ ده د ګل په ورځ د فلډ لپاره نېشنل کوآرډینېشن کمېټۍ غوندې مشري كوله۔ په غونډه كښې د ِ اطلاعات وزير سېنېټر شبلی فراز، د مواصلات وزير مراد سعید، د اوبو وسائلو وزیر محمد فیصل واوډا، د این ډی اېم اے چیئرمېن لیفټیننټ جنرل محمد افضل، د این ایچ اے چیئرمېن ، د فلډ کمېشن چیئرمېن ، ډی جی میټرولوجیکل ډیپارټمنټ او نورو سینئر افسرانو ګډون وكړو۔ صوبائی چیف سیکرټریز د ویډیو لنك د لارې په غونډه كښې ګډون كولو۔ د این ډی اېم چیئرمېن وزیراعظم له هيواد كښې د پشكال ، بيلو برخو كښې اوسني بارانونو صورتحال، ځاني او مالي زيان او این ډی اېم اے د اړخه د ریلیف هلو ځلو په اړه بریفنګ وركړو۔ د موسمیات محکمې او فلډ کمېشن چارواكو وزیرِاعظم ته ووئيل د اوسنو بارانونو په نتيجه كښې سږ كال د هيواد په زياتره برخو كښې او په خاص توګه سندھ اور بلوچستان كښې د تير وخت په نسبت زیات زيان شوے ۔ د دریابونو صورتحال په اړه ووئيل شول دا مهال ټولو دربابونو كښې د مينځنۍ درجې سيلاب دے۔ وزیر اعظم ته ووئيل شول د اوسنو بارانونو په نتيجه كښې ټول بندونه د اوبو څخه ډك شوي ۔ چیف سیکرټریز صوبه سندھ، پنجاب، خېبر پښتونخواه او بلوچستان كښې د اوسنو بارانونو له امله په شوې ځاني او مالي زيان، د ریلیف هلو ځلو په اړه غونډه خبر كړه۔ اړوندو چارواكو د اړخه ووئيل شول هيله لرو چې د پشكال بارانونه به تر ستمبر مياشتې د بلې اوونۍ روان وي۔د پاك پوځ د اړخه ریلیف هلو ځلو په اړھه هم غونډه خبر كړې شوه۔ وزیراعظم غوندې ته ووئيل د موسمي بدلون اثرات مقابله كولو له اړوند وفاقی او صوبائی ادارو كښې ښه کوارډینېشن ته اړتيا ده۔ ده د این ډی اېم اے چیئرمېن ته سپارښتنه وكړه چې صوبائی حکومتونو سره په ګډه د زيان جاج واخلئ دغسې چې ریلیف هلې ځلې لا ښه او او د زيان ازاله كولو په اړه په شريكه تګلاره جوړه كړې شي