د دوېم جنګ عظيم موجب نسل پرست او فسطائي طاقتونه د غېر ملكيانو او اسلام څخه د كركې په شكل كښې بيا سر پورته كوي ۔ د خارجه وزير شاه محمود قريشي د ملګرو ملتونو د 75مې سالګېرې په موقع د وېډيو لنك د لارې وېنا

image

اسلام آباد 22 ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي چې جمو و کشمير او د فلسطين شخړې د ملګرو ملتونو د واضحه ناكاميو مظاهر دي٬ كشميريان د ملګرو ملتونو لوظ له مخې د خپلواكۍ حق ترلاسه كېدو ته نن هم په طمع دي ٬ ملګري ملتونه د طاقت استعمال په وړاندې بې بسه ښكاري، د دوېم جنګ عظيم موجب نسل پرست او فسطائي طاقتونه د غېر ملكيانو او اسلام څخه د كركې په شكل كښې بيا سر پورته كوي٬ په فسطائي نظريات کاربند داسې نور هېوادونه هم شته كوم چې د ملګرو ملتونو د اصولو سرعام خلاف ورزۍ كوي۔ د نهې په ورځ په نيويارك كښې د ملګرو ملتونو د 75مې سالګېرې په موقع د وېډيو لنك د لاره په خپله وېنا كښې خارجه وزير ووئيل چې د جنګ د اذيت وړ سختو ٬ تباهې او د ځينې نورو د بريا غلطو نظرياتو د ايرو نه د ملګرو ملتونو د وجود هيله پېدا شوې وه۔ د دې ادارې وجود يوه تاريخي ضروري تقاضا ترسره كړې وه٬ ھغه ضروري تقاضا دا وه چې “راتلونكي پېړۍ د جنګ د عفريت څخه بچ كړې شي” او چې سړي ٬ ښځې، ماشونان٬ د لوي او وړوكو قومومونو د قرق نه غېر د يو برابر او بنيادي حقونو تحفظ او خيال ساتلو لپاره د خپل لوظ پخلي كولو سره د ژوند معيار ښه كولو له هڅې وكړې شي او په دې لړ كښې مونږ ملګرو ملتونو ډېر مزل كړے۔ ده ووئېل چې دې ادارې د وګړو تباهۍ څخه بچ كېدو لپاره مرسته كړې ٬ خو د دې خوشحالۍ لمانځلو سره د دې كمزورۍ او ناكامۍ نظر انداز كول نه دي پكار او د دې مجموعي كاميابيو سره ناكامو ته به هم كتنه كول وي۔ ده ووئېل چې د جمو و کشمير او د فلسطين شخړې د ملګرو ملتونو د واضحه ناكاميو مظاهر دي٬ د مقبوضه جمو و کشمير اولس د استصواب رائے حق ترلاسه كولو لپاره نن هم په طمع دے د كوم چې ملګرو ملتونو دوي سره لوظ كړے ٶ۔ خارجه وزير ووئيل چې ملګري ملتونه نن د” ګپ شپ ځائ” ګڼلے شي، د دې د قراردادونو او پرېكړو خلاف ورزۍ كېږي ٬ شريكه مرسته په خاص توګه د سلامتي كونسل په كچه ډېره كمه ده۔ ده ووئيل چې ملګري ملتونه د طاقت استعمال په وړاندې بې وسه ښكاري، د نړيوال ماحول تحفظ او د پرمختګ په خاطر مرتب كړې كليدي لوظنامې او عهد نامې تر پښو لاندې كېږي۔ ده ووئېل د دوېم جنګ عظيم موجب نسل پرست او فسطائي طاقتونه د غېر ملكيانو او اسلام څخه د كركې په شكل كښې بيا سر پورته كوي۔ كه هر څو د كورونا وباء مقابلې لپاره مونږ زياته نړيواله مرسته ليدلې خو دا اداره د بني نوع انسان په يو موټې كولو كښې پاتې راغلې۔ ده ووئيل پاکستان ھغه هېواد دے چې عمرله ئې د ګڼو قامونو او د ملګرو ملتونو وجود ضروري ګڼلے ، مونږ په دې پوخ باور لرو٬ غړے هېوا او زمونږ وګړي دواړه د ملګرو ملتونو مقاصد او هدفونه سر كولو لپاره د انسانيت د خدماتو عظيم روايت په توګه خپله برخه اچوي۔ پاكستان د 26 هېوادونو په 47 مشنز كښې 2 لكه ډلې وركړې دي چې پكښې زمونږ 157 ځوانان شهيدان شوي دي۔ خارجه وزير ووئيل چې په نړۍ كښې تر ټولو نه د زياتو كډاوالو كوربتوب كوٶنكې هم زمونږ هېواد دے٬ مونږ دا پوخ باور لرو چې د خپل قدر او ډهانچې په اعتبار سره د ملګرو ملتونو بل كوم متبادل نشته۔ خارجه وزير ووئيل چې مونږ له به د نااميدۍ او مايوسۍ په وړاندې ودرېدل وي۔ پاكستان به په دې نېك كار كښې تاسو سره اوږه په اوږه ولاړ وي

مضمون کا ماخذ : apostas lotofácil
متعلقہ مضامین
مزید خبریں