د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د پاکستان تحريك انصاف د اقتدار په دوو كالو كښې د وفاقي كابينې 50 او د كابينه كمېټۍ 708 غونډې شوې

image

اسلام آباد 22 ستمبر (اے پي پي) د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د پاکستان تحريك انصاف د اقتدار په دوو كالو كښې د وفاقي كابينې 50 او د كابينه كمېټۍ 708 غونډې شوي او د پيپلز پارټۍ او مسلم ليګ (ن) په دور كښې د وفاقي كابينې او د كابينه كمېټۍ د غونډو شمېره ډېره كمه وه۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سنېټر شبلي فراز ميډيا ته د بريفنګ په مهال ووئيل د اوسني حكومت په دور كښې په دوو كالو كښې د كابينه كمېټۍ 50 غونډې شوي ٬ د پيپلز پارټۍ په دور كښې 26 او د مسلم ليګ په دور كښې يوازې 8 غونډې شوي٬ په اوسني حكومت كښې د كابينه كمېټۍ 708 غونډې شوي او د پيپلز پارټۍ په دوره كښې د كابينه كمېټو 266 او د مسلم ليګ (ن) په دور كښې 160 غونډې شوي دي

مضمون کا ماخذ : غالب افریقہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں