مونږ د افغانستان كورنيو چارو كښې مداخلت كول نه غواړو، د خبرو اترو په نتيجه كښې به د افغان اولس پريكړې ستائېلې شي

image

اسلام آباد 29 ستمبر (اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قریشی وئيلي دي مونږ د افغانستان كورنيو چارو كښې مداخلت كول نه غواړو، د خبرو اترو په نتيجه كښې به د افغان اولس پريكړې ستائېلې شي۔د نهې په ورځ انسټیټوټ آف سټریټیجك اسټډیز اسلام آباد كښې كنفرنس ته خطاب كښې خارجه وزير ووئيل د اعلیٰ سطحی مفاهمتی كونسل چیئرمېن ډاكټر عبدالله عبدالله افغانستان سره تړون لرونكو ټولو حالاتو څخه بشپړه خبرتيا لري۔ده ووئيل افغانستان كښې د مفاهمتی عمل كامیابی خپله كامیابی ګڼو۔ډاكټر عبدالله عبدالله سره خارجه وزارت كښې د ملاقات په مهال افغان امن عمل په اړه تفصیلی خبرې اتري شوي۔خارجه وزیر ووئيل افغانستان كښې امن د پاكستان لپاره لوئ اهميت لري۔ د افغانانو ترمينځه خبرې اتري كول يو مهم او د ډاډ وړ اقدام دے ۔ د افغان اعلیٰ سطحی مفاهمتی كونسل چیئرمېن د پاكستان دوره زيات اهميت لري۔سيمه كښې امن، افغانستان امن سره تړلې دې۔ ده ووئيل نن نړيواله ورورولي د افغان مسئلې سیاسی حل مرسته كوي۔افغان قیادت بايد د دې موقعې څخه ګټه پورته كړي او افغانستان كښې په مستقل توګه د امن هڅې تر منطقی انجام ته ورسوي۔ په 12 ستمبر په كابل كښې پاكستان او افغانستان ترمينځه افغانستان پاكستان ایكشن پلان (اپیپس) دويم دور به كامیابۍ سره بشپړ شوے ۔كابل او اسلام آباد له به امن لپاره راوړاندې كيدل وي۔خارجه وزير ووئيل د امریكې خارجه وزير سم وئيلي وؤ سيمه كښې د امن لاره كابل څخه تيريږي۔مونږ له به د امن هڅو ته زيان رسونكوم عناصرو څخه ځان خبر ساتل وي۔ افغان امن عمل، سيمه ايز پرمختګ له ضروري دے۔مونږ د افغان كډوالو په عزت او وقار سره هېواد ته د ستنولو خواهش لرو۔ ښه سباؤن لپاره به مونږ له د تير وخت غلطۍ هيرول وي۔ده ووئيل مونږ افغانستان په كورنيو چارو كښې مداخلت نه غواړو۔ مونږ د خبرو اترو په نتيجه كښې د افغان اولس د پريكړو ستائنه كوو

مضمون کا ماخذ : آن لائن اسکریچ کارڈز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں