خېبرپختونخوا كښې د كورونا كېسونو ترڅرګندېدو وروسته 5 تعليمي ادارې بند كړې شوې

image

پېښور ۔4 اکتوبر (اے پی پی) د خیبر پښتونخوا حکومت په سركاري او نجي ښوونځو كښې د کرونا قضیو تر څرګندېدو وروسته پنځه تعلیمي ادارې بندې كړې۔ تعليمي ادارو كښې 4 سركاري او يو نجي سكول شامل دے۔ د زده كړو صوبائي وزير شهرام ترکئ ووئیل استاذان دې كلاسونو كښې د زده کونکو تر منځ سماجي فاصله باوري كړي او زده كوؤنكي كښې دې ماسك لازمي اچوي۔ ده ووئيل هغه ښوونځي چې په اېس او پيز عملدرآمد نه كوي سمدلاسه به بندولې شي۔ بلخوا شهرام تركئ د ګورنمنټ هائر سېكنډري سكول ډاګئۍ صوابۍ دورې په مهال سكول كښې په كورونا اېس او پيز د عملدرآمد جاج هم واخست

مضمون کا ماخذ : نتیجہ یہ ہے کہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں