د وزيراعظم عمران خان سمال اېنډ ميډيم انټرپرائزز لپاره د نيشنل کوآرډنيشن کميټۍ غونډې ته وېنا

image

اسلام آباد 08 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي ځوانانو له نوكرۍ وركولو٬ برآمدات زياتولو او د هيواد آمدن زياتولو ته حكومت پام لرنه كوى ، صوبو سره په مشاورت دې د اېس اېم اي په پاليسۍ د عملدرامد په اړه روډ ميپ ته زر تر زره حتمي شكل وركړؤ شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ سمال اېنډ ميډيم انټرپرائزز لپاره د نيشنل کوآرډنيشن کميټۍ غونډې مشرۍ كولو په مهال كړې ۔ په غونډه كښې وفاقي وزير محمد حماد اظهر، د وزيراعظم صلاحكار ډاکټر عشرت حسين، وفاقي سيكرټريز او د نورو لوړ پورو نه علاوه د اسټیت بېنك ګورنر رضا باقر او صوبائي چيف سیكرټريز د وېډيو لنك د لارې په غونډه كښې ګډون كولو۔ په غونډه كښې د كوچني او مينځنۍ درجې صنعتونو ودې په اړه د نيشنل اېس اېم اي موجوده پاليسي 2020 وزيراعظم ته وړاندې كړې شوه او د مجوزه پاليسۍ په خدو خال تفصيلي بريفنګ هم وركړؤ شو ۔ وزيراعظم عمران خان غونډې ته خپله وېنا كښې ووئيل ځوانانو ته نوكرۍ وركول٬ برآمدات زياتول او د هيواد آمدن زياتولو ته حكومت كوي۔ ده ووئيل د كوچنو او مينځنۍ درجې صنعتونو وده د دې دريو واړو ترجيحاتو پحقله د ـاكلو هدفونو سر كولو كِي د كليدي كردار وړ ده۔ ده ووئيل په تيرو لسو كالو كښې اېس اېم ايز بيخي نظر اندازه كولو په سوب ئې د هيواد په معيشت منفي اثرات مرتب شوي۔ وزيراعظم ووئيل د حكومت د ترجيحاتو له مخې ټولې وفاقي څانګې او صوبائي حكومتونه دې د اېس اېم اي سيكټر ودې ته خاص پاملرنه وكړي۔ وزيرِاعظم ووئيل حكومت اېس اېم ايز ته ټولې ممكنه آسانۍ لكه د قواعدو او ضابطو آسانۍ٬ كرېډټ وركول٬ د ټيكس نظام آسانول او په كاروبار كښې سهولت كارۍ لپاره عزم لري۔ وزيراعظم د صنعت وزير ته امر وكړو چې صوبو سره په مشاورت د اېس اېم اي په پاليسۍ د عملدرامد په اړه روډ ميپ ته زر تر زره حتمي شكل وركړئ۔

مضمون کا ماخذ : اسرار ریلز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں