د پي ټي آئي حکومت منشور د اولس عملي خدمت كول دي٬ سركاري ادارې دې په هر صورت د اولس د خدمت پابندې كړې شي۔ عمران خان

image

اسلام آباد 08 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي د پاكستان تحريك انصاف حکومت منشور د اولس عملي خدمت كول دي٬ سركاري ادارې دې په هر صورت د اولس د خدمت پابندې كړې شي ٬ د ګورننس سسټم بهتري د اولس او سركاري ادارو ترمينځ د ښو روابطو سره مشروط دې۔ د وزيراعظم دفتر لخوا د جاري بيان له مخې سركاري ادارو ته د بې وسه طبقو رسنه د لا آسانولو امر شوے٬ پاكستان سټيزن پورټل د وګړو د شراكتي ګورننس لا ښه كولو لپاره جوړ كړے شوے دغسې چې د اولس د مسائلو حل لپاره سركاري ادارې موثره خدمات تر سره كرې شي۔ د وزيراعظم په امر د هيواد د ټولو نه لوي د شكاياتونو يا د ګيلو نظام بشپړه فعاله كړے شوے، په ټولو صوبو كښې په سټيزن پورټل د افسرانو 8864 ډېش بورډز ته ذمه وارۍ سپارلې شوي كوم چې د وزيراعظم عمران خان بې وسه او بې سهارا اولس لپاره لوي اقدام دے٬ په دې لړ كښې وزيراعظم آفس ګرد هيواد كښې د 8864 څخه زياتو سركاري دفترو ٬ وفاقي سيكرټريز٬ چيف سيكرتريز او آئي جيز ته مراسله جاري كړې چې له مخې ئې سركاري چارواكو ته په خپل ډېش بورډز د بې وسه طبقو د شكايتونو درج كولو امر شوے او په خاص توګه ضعيفو وګړو٬ كنډو او معذوره كسانو ته سهولت وركولو لپاره افسرانو ته خاص هدايات جاري شوي۔ پي اېم ډليوري يونټ سركاري ادارو لپاره ضابطه اخلاق هم جاري كړے چې تر مخه به ئې حاجت مندو وګړو ته خپلو ګيلو لرې كولو لپاره اړوندو ادارو ته د تګ ضرورت نه وي٬ د هر نزدې سركاري دفتر عمله به د وګړي شكايت درج كولو او د دغې اړوندې څانګې ته د ليږلو هم پابندي وي٬ دغسي وګړي خبر ساتلو لپاره به د خبرتيا كمپائن هم پيل كولې شي۔(GUL/ZIA/1632)

مضمون کا ماخذ : ڈاگ ہاؤس
متعلقہ مضامین
مزید خبریں