د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د پي ټي آئي حكومت ته هېڅ خطر نشته۔ پروېز خټك

image

پېښور ۔10 اکتوبر(اے پی پی) د دفاع وفاقي وزير پروېز خټك وئيلي دي د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د پي ټي آئي حكومت ته هېڅ خطر نشته۔ د جمهوريت ادعا كوؤنكي اپوزيشن اصلي څېره اولس ته وړاندې ده۔ مولانا فضل الرحمان د نوازشریف او پخواني اولس مشر لپاره احتجاجي تحريك پېل كوي دا وخت د نورو په لاسونو كښی د لوبېدو نه بلكې د هېواد او قام لپاره د يو موټي كېدو دے۔ اپوزيشن بايد زه نه منم پالېسي پرېږدي او د هېواد بقاﺀ او استحكام او د هندي ايجنډے ناكامه كولو له مثبت كردار ترسره كړي۔ حکومت د اپوزیشن د جلسو جلوسونو نه نه وېرېږي او عمران خان به چا ته اېن آر او ورنكړي۔ ضمني ټاكنو كښې كاميابي به د پي ټي آئي وي۔ د اے اېن پي ٬ پی پی پی ، پی اېم اېل( اېن) سياست ناكامه شوې دې۔ ددوئي په كال به اولس سړكونو ته نه راوځي۔ ده د خالي په ورځ مسلم ټاؤن كښې د مركزي انجمن تاجران د وفادارۍ سوګند پورته كولو دستورې ته خطاب كولو۔ پروېز خټك پي ټي آئي ګوند كښې شاملېدونكو ته ټوپۍ په سر كړې ۔ کېنټ تاجر اېسوسی اېشن هم ضمني ټاكنو كښې د پي ټي آئي د ملاتړ كولو اعلان وكړو۔ پروېز خټك ووئيل مولانا فضل الرحمان دې دا ووائي چې هغه څو وارې اسمبليو ته راغلو هغه د اولس او اسلام كوم خذمت كړے دے۔ يو قانون خو دے وښائي۔ ده ووئيل ما د وزيراعلی په حېث صوبائۍ اسمبلۍ كښې اسلام لپاره چې كومه قانون سازي كړې ده اولس ته وړاندے ده۔ د سود او جهېز لعنت په ضد قانون مې جوړ كړو په ټولو سركاري سكولونو كښې مې د قرآن مجيد تعليم ناظره او ترجمې سره لازمي كړو۔ ده ووئيل ما په خپل دور كښې 100 اربه نه زياتې روپۍ په نوښار مصرف كړې۔ په كابل درياب ما پشتونه جوړ كړل۔ قاضی میډيکل کمپلکس اسپتال ، نوشهرہ میډیکل کالج ، ټیکنیکل یونیورسټی ٬ په درځنونو ډګري كالجونه ٬ هائي او پرائمري سكولونه او د تحصيل په كچه مې د لوبو مېدانونه جوړ كړل۔ په فضائیه پوهنتون او د كركيلې په پوهنتون كار پېل كېدونكې دې۔ ده ووئيل مونږ ټولو عمري اولس سره پاتې كېږو او اپوزيشن يوازې د ټاكنو په ورځو كښې په نظر راځي۔ ده ووئيل مونږ په تشو وعدو باور نه لرو مونږ ژوندي او مړه اولس سره يؤ۔ په دې مهال ده د سيمې د مسئلو د حل كولو وعده وكړه او سوداګرې ورورولۍ ته ئې باور وركړو چې ددوئي مسئلې به په ترجيحي بنيادونو حل شي

مضمون کا ماخذ : لاٹری آن لائن خریداری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں