اسلام آباد 13 اکتوبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي خاص كسان د ټولنې په رغونه او پرمختګ كښې مهم كردار لوبولې شي ځكه چې خاص كسان د بلها صلاحيتونو مالكان دي٬ دوه سره مينه كول او په دوي شفقت كول زمونږ د ټولو ذمه واري ده، زمونږ لږه پاملرنه كول د دوي جولۍ د خوشحالو نه ډكولې شي۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر دا خبرې خاص كسانو لپاره د كار كوٶنكو تنظيمونو نمائندګانو سره كړې چا چې د نهې په ورځ دوي سره د پارلمان په ودانۍ كښې ملاقات كولو ۔ ده ووئيل پارلمان د خاص كسانو د مسائلو نه خبر دے ځكه خو ئې په لومړي ځل خاص كسانو لپاره پارلماني كمېټي جوړه كړې ، حکومت د خاص كسانو خېرښګرې٬ تعليم او تربيه باوري كولو لپاره ګامونه پورته كوي۔ د ملاقات په مهال په يو شمېر اړوندو چارو هم خبرې وشوې۔ په دې موقع پلاوي خاص كسانو لپاره په خصوصي خوښې لرلو د سپيكر اسد قېصر مننه وكړه