دپنجاب وزيراعلی په سكردو روډ پېښه كښې د قيمتي ځانونو په زيان د افسوس څرګندونه

image

لاهور۔18اکتوبر(اے پی پی) د پنجاب وزيراعلی سردار عثمان بزدار په ګلګت سكردو روډ د لېنډ سلائيډنګ له امله په رامخې ته شوې بس پېښه كښې د قيمتي ځانونو په زيان د افسوس څرګندونه كړې ده۔ وزيراعلی د حق رسېدليو كسانو پسماندګانو سره د زړه د كومي نه خواخوږي ښكاره كړه۔ وزیراعلیٰ عثمان بزدار ووئيل د پنجاب حكومت خواخوږۍ د حق رسېدليو كسانو غمجنيو كورنيو سره دي او مونږ د غم په دې سخت وخت كښې د دوئي ترڅنګ ولاړ يؤ

مضمون کا ماخذ : تھور میگا ویز کی طاقت
متعلقہ مضامین
مزید خبریں