كلتوري ورثې ته وده وركولو سره فوك سندرغاړو او د روايتي هنرمندو فن په تجارتي كچه مقبولتيا ته اړتيا ده۔ صدر مملكت ډاكټر عارف علوي

image

اسلام آباد۔15نومبر(اے پی پی)صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئيلي دي كلتوري ورثې ته وده وركولو سره سره د فوك سندرغاړو او د روايتي هنرمندو د فن په تجارتي كچه مقبولتيا ضروري ده ولې چې فوك سندرغاړو او روايتي هنرمندو زمونږ كلتور ژوندے ساتلے دے۔ صدر مملكت دا خبره د اتوار په ورځ لوك ورثه كښې د 10 ورځنۍ لوك مېلې په پايه كښې فوك سندرغاړو ٬ فنكارانو او هنرمندو ته د انعامونو وركولو وېش دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ دستوره كښې اولنۍ مېرمنه ثمينه علوي ٬ د قومي ورثې او كلتوري ډويژن سېكرټري نوشين جاوېد ٬ د لوك ورثه اي ډي طلحه علي خان ٬ د ثقافت صوبائي محكمې استازو او ګرد هېواد څخه راغلې ګڼ شمېر هنرمندو او فنكارانو ګډون كولو۔ صدرمملکت ووئيل پاكستان د كلتوري ورثې او په خاص توګه د بدھ مت نوادرات او آثار حوالې سره ځانګړے حېثيت لري۔ صدر مملكت ووئيل د عقيدې په بنياد په عكسونو جوړولو د بندېز له امله مسلمانانو هنرمندو جیومېټرک آرټ ته وده وركړه كوم چې د اسلامي فن تعمير يو ځانګړې وصف جوړ شو۔ صدر مملكت ووئيل د صوفياﺀ كرامو او محمد بن قاسم په ډول د فاتحين دلته راتلو سره د دې منطقې ځائي كلتور او تنوع لا زيات شو۔ صدر مملكت ووئيل چې آرټ او كلتور ته يوازې حكومت وده وركولې نه شي۔ دې مقصد لپاره نندارتونونو او كلتوري مېلو كولو ته اړتيا ده۔ د لوك ورثه اي ډي خطبه استقباليه كښې ووئيل ځائي كلتور او كلتوري تنوع ته وده وركولو د وخت ضرورت دے۔ هغه د كلتور او كلتوري تنوع په څانګه كښې د سرمايه كارۍ په حاجت زور راوړو۔ په دې مهال صدر مملكت فنكارانو او هنرمندو ته انعامونه او ايوارډز وركړل۔

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز لائیو ڈرا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں