د ماضي واكمنو سټېل ملز ، پي آئي اے ،رېلوے ،پي ټي وي او د رېډيو پاكستان پشمول نورې رياستي ادارې اېمپلائمنټ بيورو ګڼلې، د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير شبلي فراز او ډاکټر عشرت حسېن خبري كنفرنس

image
APP33-201120 ISLAMABAD: November 20 - Federal Minister for Information and Broadcasting Senator Shibli Faraz and Advisor for Institutional Reforms and Austerity Dr. Ishrat Hussain jointly addressing a press conference at PID Media Center. APP photo by Saleem Rana

اسلام آباد 20 نومبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سنيټر شبلي فراز او اداره جاتي اصلاحات لپاره د وزيراعظم صلاحكار ډاکټر عشرت حسېن وئيلي دي د ماضي واكمنو سټېل ملز ، پي آئي اے ،رېلوے ،پي ټي وي او د رېډيو پاكستان پشمول نورې رياستي ادارې بهرتۍ لپاره اېمپلائمنټ بيورو ګڼلې، چې په سوب ئې د ادارو فعاليت او كاركردګي ښه نه وه، په وړومبي ځل په سپېځلې ډول په 45 ادارو كښې د مشرانو ټاكنه د شته قواعدو او ضابطو له مخئ شوې، په رېلوے كښې رېګولېټر جلا كولو سره 5 كمپنۍ جوړول٬ سټيل ملز نجي سېكټر ته په ليز وركولو او د پي آئي اے نيمو ملازمانو ته په رضاكارنه توګه هينډ شېك به وركولے شي، په اېف بي آر كښې د ټېکس پيئر چارو او د ريفنډ عمل نه پس د انكم ټېكس چارې هم اټومېشن ته د راوستلو منصوبه لرو، په وړومبي ځل اعلًې اختياراتي بورډ لخوا د ګرېډ 21 او 22 ترقۍ عمل نه دې چېلنج كړے شوے، نوې كاروبار لپاره پېل كړې شوې د وفاقي، صوبائي او ځائي ادارو لخوا اېن او سي، لائسنس اور د سرټيفکيټس پېچلې عمل آسانوٶ دغسې چې كاروبار پېل كولو كښې اسانيو سره د روزګار نوې موقعې راپېدا كړې شي۔ د جمعې په ورځ پي آئي ډي كښې خبري كنفرنس ته سنيټر شبلي فراز ووئيل كله نه چې زمونږ حكومت جور دے د ھغې وخت نه د ادارو د ډهانچې ښه كولو په تږ لاره عمل كوٶ، ادارې چې كوم مقصد لپاره جوړې كړې شوي كه ھغه مقصد لپاره ونه چلېږي نوې ګټه ئې ختمېږي، د وزيراعظم په امر ډاکټر عشرت حسېن د اداره جاتي اصلاحات اېجنډا مخ په وراندې بيائي۔ده ووئېل د ادارو فعاله كولو لپاره اداره جاتي اصلاحات ضروري شوي، ادارې ھغه وخت په ښه ډول كار كولې شي كله چې ئې قيادت د اهل او پوهه خلقو په لاسو كښې وي۔ د يوې پوښتنې په ځواب سېنېټر شبلي فراز ووئيل كرونا وائرس يوه نړيواله وباء ده چې زيات ځانې زيان ئې كړے او د هېوادونو معيشت ورسره متاثره شوے خو د لوي الله په فضل پاكستان كښې د كرونا وائرس څخه دومره زيات زيان نه دے شوے چې سبب ئې د حكومت كاميابه لائحه او په اېس او پيز عملدرآمد ؤ۔ ده ووئيل په فېصل آباد كښې د معاشي هلو ځلې په ليدلو خوشحالېږو٬ د حكومت لخوا د وركړې شوو مراعاتو او ريليف په سبب نن په فېصل آباد كښې لېبر كم شوے او كار زيات دے۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل اپوزيشن دې د ذمه وارۍ ثبوت وركړي٬ كرونا وائرس يوه ذهني اختراح نه ده بلكې يو نړيوال حقيقت دے، په جلسو جلوسونو كښې خلق د نورو سيمو نه راځي او بېرته ځي چې په سبب ئې د كرونا زياتېدو خطرات دي۔ده ووئېل د عدالت پرېكړو او د حكومتي اېس او پيز باوجود كه مخالفه ډله جلسې جلوسونه كوي نو د كرونا خپرېدو په موجب جوړېدو كښې به جلسه كوٶنكې ګوندونه او د منتظمينو په ضد قانوي كاورائي كولې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزيرسېنېټر شبلي فراز ووئيل په وفاقي كابينه كښې بدلون راوستل د وزيراعظم استحقاق دے٬ كله چې وزيراعظم وګڼي جې د ھغه د كابينې غړي ښه كاركردګي نه ښائي او د دوي د محكمو د بدلولو ضرورت دے نو ھغه وخت به وزيراعظم په كابينه كښې بدلون كوي

مضمون کا ماخذ : quina resultados anteriores
متعلقہ مضامین
مزید خبریں