په روانه اوونۍ كښې حساس اشارې 0.23 فيصده لا كمې شوې دي ۔ اسد عمر

image

اسلام آباد 04 دسمبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي چې په روانه اوونۍ كښې حساس اشارې 0.23 فيصده لا كمې شوې دي۔ د جمعې په ورځ خپل ټويټ كښې ده ووئيل په روانه اوونۍ كښې د چينۍ په بيعه كښې 7.5 فيصده كمې راغلې دې او په تېره اوونۍ كښې د چينۍ په بيعه كښې 5 فيصده كمې رېكارډ كړې شوې ٶ۔ ده ووئيل مصرف كوٶنكو لپاره د بيعې په حساس اشاريو كښې د تېرو څو اوونيو راهسې پرله پسې كمې كېږي۔ وفاقي وزير ووئيل په ګرانۍ قابو موندلو لپاره د حکومت لخوا د اقداماتو بهترې نتيجې راِمخې ته كېږي٬ ګرانۍ كښې كمې راغلې دې او په راتلونكو ورځو كښې به نور كمې هم وشي

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں