نومبر مياشت كښې هم ترسیلات زر رالېږل زيات شوي، د پاكستان معیشت لپاره ښه خبرونه رامخې ته كيږي، وزیراعظم

image

اسلام آباد 11 دسمبر (اے پی پی) وزیر اعظم عمران خان وئيلي دي په نومبر مياشت كښې هم ترسیلات زر رالېږل زيات شوېي ، د پاكستان معیشت لپاره ښه خبرونه رامخې ته كيږي۔ د جمعې په ورځ خپل يو ټویټ كښې وزیراعظم ووئيل بهر هېوادونو كښې مېشته خوارې كښو د اړخه راليږلې شوي ترسیلات زر پرله پسې په 6مه مياشت هم 2 اربه ډالره څخه زيات دي كوم چې يو ريكارډ دے۔ وزیراعظم ووئيل سټیټ بینك آف پاكستان له مخې ترسیلات د اكتوبر په مقابل كښې 2.4 فیصده زياتوالې سره 2.34 اربه ډالرو ته رسيدلې۔ د نومبر 2019 په مقابل كښې ترسیلات زر 28.4 فیصده زيات شوي دي ۔

مضمون کا ماخذ : جوگوس ڈی لوٹیریا آن لائن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں