د كنټرول لائن په دواړو غاړو او ټوله نړۍ كښې مېشته كشميريانو د خپلواكې د حق ورځ ولمانځله

image

سرينګر 05 جنوری (اے پي پي) د كنټرول لائن په دواړو غاړو او ټوله نړۍ كښې مېشته كشميريانو د خپلواكې د حق ورځ د دې لوظ پخلي سره ولمانځله چې دوي به د ملګرو ملتونو په څارنه كښې د آزادانه او منصفانه استصواب رائې د لارې د كشمير شخړې تر حل كېدو خپلې هڅې روانې ساتي. د كشمير مېډيا سروس له مخې د كال 1949م په نننۍ ورځ د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل يو قرارداد منظور كړے و چې پكښې د ملګرو ملتونو تر څارنه لاندې د استصواب رائې د لارې د خپل سباٶن پړېكړې لپاره د كشميريانو د خپلواكې د حق ملاتړ شوے و. د دې ورځې لمانځلو لپاره په آزاد كشمير، پاكستان او ټوله نړۍ كښې لاريونونه، سېمينارونه ، كانفرنسونه او بېلا بېلې دستورې وشوې چې مقصد ئې په نړيواله ټولنه زور راوړل دي چې هغه د فسطائي مودي حكومت لخوا د كشميريانو د مكمل خاتمې مخ نيوي لپاره مداخله وكړي. د كل جماعتي حريت كانفرنس عمومي سېكتر مولوي بشير احمد په سرينګر كښې په خپل يو بيان كښې په ملګرو ملتونو زور راوړو چې هغه دې د كشميريانو د خپلواكې حق باوري كړي لكه څنګه چې دوي په ختيځ تېمور او سوډان كښې دا حق باوري كړے. د بلال احمد صديقي، مير شاهد سليم ياسمين راجه او فريده بهن جي پشمول نورو يو شمير كشميري مشرانو په خپلو بيانونو كښې ملګرو ملتونو ته وئيلي دي چې هغه دې د كشمير مسئله حل كولو سره سوئيلي اسيا د تباهې څخه بچ كړي.

مضمون کا ماخذ : لاٹری کی پیشن گوئی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں