اسلام آباد 05 جنوري(اے پي پي) د جنورۍ پنځمه نيټه د خپلواكۍ حق ورځ په موقع د جمو و کشمير فورم فرانس، فرېنډز آف کشمير انټرنېشنل، د اتحاد اسلامي جمو و کشمير او د جے کے اېل اېف(ح) ترسېوري لاندې په اسلام آباد كښې د هندي سفارت نه بهر احتجاجي مظاهره د حريت مشرانو عبدالحميد لون، سيد منظور احمد شاہ او محمد شفيع ډار په مشرۍ كښې شوې۔ په دې موقع ګډون كوونكو خپلې وېنا كښې ووئيل د جنورۍ پنځمه نيټه هر كال د جمو و كشمير اولس د خپلواكۍ حق ورځ په توګه لمانځلې شي٬ نن د پولې دواړو اړخو او ګرده نړۍ كښې مېشته كشميريان د خپلواكۍ حق ورځ لمانځي۔ د جنورۍ په پنځمه نيټه كال 1949 كښې هند او پاكستان لپاره د ملګرو ملتونو كمېشن دا قرارداد منظٶر كړې ٶ چې پكښې په جمو و كشمير كښې د يو آزاد او سپېځلې رائے شمېرو ضمانت وركړې شوې دې۔ دوي ووېيل چې نننۍ ورځ نړيوالې ورورولۍ ته دا ورياوي چې ملګري ملتونه دې 72 كاله اګاهو د كړې شوي خپل لوظ پالنه وكړي۔ دوي ووئيل چې پنځم اګست نه پس په مقبوضه سيمه كښې د ويرې تريخې ماحول دې او اولس د ژوند٬ خوراك څښاك٬ صحت او نورو ضروري څيزونو سره سره د اظهار رائے د آزادۍ د بنياي حق نه محروم كړې شوې دي٬ او دا بنديزونه او يو اړخيزه اقدامات نړيوال ضمير لپاره يو چېلنج دے ۔ دوي ووئيل چې کشميريان د پاكستاني حكومت د سياسي ٬ سفارتي او په اخلاقي ملاتړ مننه كوي