د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا 2521 كېسونه رامخې ته شول٬ 43 نور رنځوران مړه ٬نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سنټر

image

اسلام آباد۔17 جنوري (اے پی پی) نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سنټر (اېن سی او سی) د كورونا وائرس په اړه تازه شمېرې جاري كړې دي چې له مخې ئې د تېرو 24 ساعتو په مهال روغتونونو كښې د وائرس 2521 نوي كېسونه رامخې ته شوي او د دې له امله 43 رنځوران مړه شوي۔ په تېرو 24 ساعتو كښې د كورونا وائروس 41 زره 191 ټېسټونه وكړے شول۔ تر دې دمه د دې وبا نه ګرد هېواد كښې 4 لکھ 73 زره 639 كسان ښه شوي۔ آزاد كشمير او بلوچستان كښې د كورونا وائرس كوم رنځور په وېنټي لېټر نشته۔ ګرد هېواد كښې د كورونا وائرس لپاره په بېلو كړې شوي وېنټی لېټرز د كورونا 334 رنځوران پراته دي۔ ګرد هېواد كښې د وائرس اېكټو كېسونو شمېره 34 زره 701 او د ځپليو 5 لکھ 19 زره 291 ته رسېدلې ده۔ تر دې دمه ګرد هېواد كښې د دې وائرس د لاسه 10 زره 951 كسان مړه شوي۔ په مجموعي توګه ګرد هېواد كښې د كورونا وائرس 73 لکھ 67 زره 622 ټېسټونه شوي۔ د كورونا درملنو له خاص كړې شويو د ګرد هېواد 631 روغتونونو كښې 2876 رنځوران داخل دي

مضمون کا ماخذ : فنکی پھل
متعلقہ مضامین
مزید خبریں