په افغان مسئله پاكستان او امريكائي انتظاميه يو ډول سوچ لري۔ افغانستان كوم پوځي حل نه لري۔ د خارجه وزير شاه محمود قرېشي ميډيا سره خبرې

image
APP09-240121 MULTAN: January 24 – Foreign Minister Makhdoom Shah Mahmood Qureshi talking to media persons. APP photo by Tanveer Bukhari

ملتان۔24جنوری(اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي په افغان مسئله پاكستان او امريكائي انتظاميه يو ډول سوچ لري۔ د ګرانۍ ذمه وار تېر حكومتونه دي۔ بلاول بھټو عمران خان آئيني وزيراعظم تسليم كولو سره د عدم اعتماد تحريك راړولو اعلان كړے دے۔ دې نه ثابته شوه چې عمران خان سلېكټډ نه الېكټډ وزيراعظم دے۔ هغه ته سلېكټډ وئيل دے اوس بند كړے شي۔ د ملتان نوموړي مذهبي شخصيت الحاج شفقت حسنېن بھټه فاتحه خوانۍ كښې ګډون كولو نه وروستو ميډيا سره خبرو كښې خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل ما نوې امريكائي انتظاميه ته د افغانستان امن عمل حوالې سره خطونه ليكلي دي۔ امريكائي صدر جوبائیډن خپل اړخ متعين كړے۔ په افغان مسئله پاكستان او نوې امريكائي انتظاميه يو ډول سوچ لري ۔ مونږ هم دغلته امن او استحكام غواړو۔ د ترهګرۍ خاتمه او افغانستان كښې جمهوري عمل مستحكم ليدل غواړو۔ د امريكائي انتظاميې سوچ هم دا دے۔ ملتان كښې ميډيا سره خبرو كښې هغه ووئيل امریکا كښې ډېموکرېټس ته څلور كاله پس يو وارې بيا اقتدار كښې په راتللو بدله شوې نړۍ ترلاسه شوې ده۔ ډېموکرېټس د نن نه څلور كاله وړاندې حكومت پرېښودلے وو۔ په دې څلور كلونو كښې نړۍ ٬ منطقه او پاكستان بدل شوے دے۔ نن هغه سېكيولر هند په نظر نه راځي۔ نن د هند دننه غږونه پورته كېږي چې دا سېكيولر انډيا نه ده بلكې د هندو توا نوے شكل ٬ د آر اېس اېس سوچ يو نوې عملي څرګندونه په نظر راځي۔ هغه ووئيل په دې نوې اصولو ٬ نوي پاكستان ٬ نوي سوچ او نوې ترجيحاتو سره به مونږ هغوي سره رابطه كوؤ۔ مونږ د يو جیو اسټرېټجک پوزیشن نه جیو اکنامک پوزیشن پلو تلے يؤ۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل د ګاز ٬ برېښنا او پترول بيعه زياتېدل د حكومت اولنے چېلنج دے۔ هغه ووئيل د چيني مافيا د لاسه د چينو بيعه يو وارې بيا په بره ځي۔ نرخونو كښې استحكام لپاره مونږ د غنمو او چينو درآمد كولو پرېكړې كړې ده۔ هغه ووئيل د ګرانۍ بنياد (ن) لیګ اېښودلے مونږ فصل رېبو۔ هغه زياته كړه چې حكومت د برېښنا او ګاز نرخونه پرله پسې كمولو له ګامونه پورته كوي۔ هغه ووئيل د بلاول بھټو زرداري د عدم اعتماد تحريك راوړل آئيني تګلاره ده او د دې مطلب دا دے چې هغه عمران خان وزيراعظم تسليم كړے دے۔ عمران خان ټاكلے وزيراعظم دے هغه ته دې اوس سلېكټېډ وئيل پرېښودلے شي۔ هغه ووئيل په پي ډي اېم ګوندونو كښې يكسوئي نشته۔ پي ډي اېم منتشر شوے دے۔ ددې پېل شوے دے۔ هغه ووئيل پي ټي آئي د عدم اعتماد تحريك ته د ماتې وركولو صلاحيت لري۔ هغه ووئيل براډ شيټ سره زمونږ هېڅ تعلق نشته۔ د دې معاملې تحقيقاتو لپاره چې حكومت څوك هم نامزد كړي اپوزيشن به اعتراض كوي۔ جسټس ریټائرډ عظمت سعید يو معزز جج پاتے شوے دے كه د براډ شيټ په معامله د اپوزيشن لمنه پاكه ده نو بيا خو يرېدل نه دي پكار۔ د نكته چيني كولو په ځائې دې اپوزيشن خپله صفائي پېش كړي۔ د هند د جمهوريت ورځ د تورې ورځې لمانځلو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل پاكستان دا ګڼي چې د هند موجوده پالېسيو سره كشميريان ډېر ځپلې دي او اقليتونه ځان غېر محفوظ تصور كوي له دې كبله زمونږ سفارتكار به دغه دستورو كښې ګډون نه كوي۔ هغه زياته كړه چې تركيه او آذربائجان سره په لوظنامو كوم ملګرې هېواد اختلاف نه لري۔ تركيه او پاكستان د آذربائجان بشپړه ملاتړ اعلان كړے دے۔ په آذربائجان كښې د تركيه او پاكستان بېرغونه ورپولې شول۔

مضمون کا ماخذ : melhores loterias do Brasil
متعلقہ مضامین
مزید خبریں