د ګلګت بلتستان ښكلا د كتلو ده۔ امن په ځائې كېدو سره تېر كال 20 لكه قومي او نړيوال سېلګري دې سيمې ته راغلي۔ صدر ډاكټر عارف علوي

image

اسلام آباد۔24جنوری (اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي د ګلګت بلتستان ښكلا د كتلو ده۔ د امن په ځائې كېدو له امله تېر كال 20 لكه قومي او نړيوال سېلګري ددې سيمې ليدو له راغلي۔ د اتوار په ورځ نلتر كښې د ونټر سپورټس فېډرېش آف پاكستان او د پاك فضائيه په مرسته د روانو ونټر سپورټس مقابلو پايې دستوره كښې د خصوصي مېلما په حېث خپل خطاب كښې هغه ووئيل په ګلګت ائيرپورټ د نړيوالو پروازونو پېل كولو ٬ سيمه كښې د سړكونو صورتحال ښه كولو ٬ د ټېلي مواصلات او انټرنېټ نظام پياوړې كولو له د ګامونو پورته كولو لړۍ روانه ده۔ هغه ووئيل څومره چې سېلګرو ته آسانۍ وركولې شي نو دغه حساب سره به سيمه لا وده كوي۔ هغه ووئيل د پاك پوځ او اولس په مرسته هېواد څخه ترهګري ختمه شوې چې له امله ئې سيمه كښې د سېلګرۍ موقعې پرانستلې شي۔ صدر ووئيل د 50 لسيزې نه ګلګت نلتر كښې د سكي ودې له پاك فضائيه ګامونه پورته كول پېل كړې دي چې غوره نتيجې ئې رامخې ته كېږي۔ صدر په ايونټ كولو د پاك فضائيه ستائنه وكړه۔ هغه د لوبغاړو ترمينځھ مېډلې ٬ ټرافيانې او انعامونه هم ووېشل

مضمون کا ماخذ : prêmios raspadinha
متعلقہ مضامین
مزید خبریں