اسلام آباد۔19جنوری (اے پی پی) د قومي سلامتيا كمېټۍ د دې كلك عزم پخلے كړے دے چې د پاكستان خپلواكي او سيمه ايز سالميت په قطعي توګه مضبوط او مقدس دې او د كوم هم اړخ څخه په كومه هم حيله د دې د مجروح كولو هڅې به د رياست لخوا په بشپړ قوت سره ځواب كولې شي۔ د پاكستان او ايران ترمينځه يو شمېر مواصلاتي ذريعې شتون لري د سيمه ايز امن او استحكام په پراخا ګټه كښې دې دا د يو بل د امنيتي اندېښنو لرې كولو لپاره وكارولې شي۔د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د قامي سلامتيا كمېټۍ غونډه د لنډ مهاله وزيراعظم انوار الحق كاكړ په مشرۍ كښې وشوه۔په كومه كښې چې د قامي سلامتيا په چارو غور وكړے شو۔ فورم د روانې وضعې بشپړ جاج واخست او د پاكستان د خپلواكۍ غېر قانوني خلاف ورزۍ په ځواب كښې يې د پاك پوځ د پېشه ور٬متعين او مناسب ردعمل ستائنه وكړه۔د غونډې په مهال ګډون كونكي د پاكستان او ايران ترمينځه د روانې وضعې او د منطقې په مجموعي امنيتي صورتحال د دې د اثراتو په تناظر كښې سياسي او سفارتي پېشرفت څخه خبر كړی شول۔ د پولو په وروستۍ وضعه او د قومي خپلواكۍ د نورو خلاف ورزو بشپړه ځواب وركولو له په تيارويانو هم غور وكړے شو۔فورم د دې كلك عزم پخلې وكړو چې د پاكستان خپلواكي او سيمه ايز سالميت په قطعي توګه مضبوط مقدس دې او د كوم هم اړخ څخه په كومه هم حيله د دې د مجروح كولو هڅې به د رياست لخوا په بشپړ قوت سره ځواب وركولې شي۔په غونډه كښې د دې خبرې پخلې هم وكړی شو چې د پاكستاني اولس سلامتيا او تحفظ زيات مهم دے او د دې باوري كولو كښې به كوم كمې كولې نه شي فورم د دې خبرې څرګندونه وكړه چې ايران له به د يو ګاونډي او ورور اسلامي هېواد كېدو په توګه د دواړو هېوادونو ترمينځه يو شمېر مواصلاتي ذريعې سيمه ايز امن او د استحكام په پراخا ګټه كښې د يوبل امنيتي اندېښنې لرې كولو له په ګډه كارول وي۔غونډې د ملګرو ملتونو د چارټر او د نړيوالې اصولو له مخې د ټولو هېوادونو خپلواكۍ او سيمه ايز سالميت له د پاكستان عزم څرګند كړو۔كمېټۍ د دې عزم پخلې هم وكړو چې د هر ډول ترهه ګرۍ په ضد به سخته كاروائي كولې شي۔فورم دا خبره هم په ډاګه كړه چې پاكستان ته د ترهه كرۍ د لعنت د لاسه د بل كوم هم هېواد څخه زيات زيان رسېدلې دې۔په غونډه ګښې د دې عزم هم پخلې وشو چې د ګاونډګيرِۍ ښه اړيكو د نړيوالو اصولو له مخې دواړه هېوادونه به د خبرو اترو او سفارت كارۍ د لارې په معمولي مسائلو قابو وموندلې شي او د خپلو تاريخي اړيكو لا مضبوطولو لاره به هواره كړي۔په غونډه كښې د دفاع٬خارجه چارو٬خزانې او اطلاعاتو او خپرونو لنډ مهاله وزيرانو٬د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن٬چيف آف آرمي سټاف٬چيف آف نيول سټاف٬ چيف آف ايئر سټاف او د استخبارتي ايجنسو مشرانو ګډون وكړو۔